لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر،جنوبي وزيرستان: فضائي عملياتو کې ۲۵ جنگيالي وژل شوي


د ائي اېس پي ار ترمخه فضائي عملياتو کې د جنگيالو اووه ځالې په هدف کړی شوي ، او ۲۵ وسله وال پکې وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه فضائي عملياتو کې د جنگيالو اووه ځالې په هدف کړی شوي ، او ۲۵ وسله وال پکې وژل شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمو خېبرايجنسۍ او جنوبي وزيرستان کې پوځ د جنگيالو په ضد فضائي عمليات کړي ، او ۲۵ وسله وال پکې وژل شوي دي .

د پوځ د مطبوعاتې څانگې ائي اېس پي ار ترمخه د شورو په ورځ تازه فضائي عمليات د خېبرايجنسۍ په تيراه سيمه ، او د جنوبي وزيرستان په سنزيلا علاقه کې ترسره شوي دي .

د ائي اېس پي ار ترمخه فضائي عملياتو کې د جنگيالو اووه ځالې په هدف کړی شوي ، او ۲۵ وسله وال پکې وژل شوي دي .

د جنوبي وزيرستان سنزيلا علاقه چې پکې تازه فضايي عمليات شوي ، دا د شمالي وزيرستان شوال تحصيل سره نزدې د افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده .

د پاکستان پوځ تېر کال د جون د مياشتې د نيمائۍ نه په شمالي وزيرستان کې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، چې وس هم دوام لري .

او د هغې وروستو د اکتوبر په مياشت کې خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم عمليات پېل کړی شوي دي .

پوځ ادعا کوي چې د وسله والو په ضد عمليات په کاميابۍ سره روان دي .

او په ۱۶م دسمبر پېښور کې په آرمي پبلک سکول باندې د طالبانو د بريد وروستو د وسله والو په ضد عمليات نور تُند کړی شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG