لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د پوليو په ټيم ډزو کې ساتونکی پوليس وژل شوی


د بلوچستان په گډون د ملک په نورو برخو کې د پوليو په ټيمونو قاتلانه حملې شوي ،
د بلوچستان په گډون د ملک په نورو برخو کې د پوليو په ټيمونو قاتلانه حملې شوي ،

د پاکستان بلوچستان صوبې سر ښار کوئټې په پښتون اباد سيمه کې نامالومو موټر سائيکل سورو وسله والو د پوليو د ټيم په حفاظت مامور پوليس په ډزو وژلی دی .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه د شورو په ورځ رامينځته شوې ده ، او د پوليو د ټيم په حفاظت مامور پوليس زېن الله د نامالومو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی ، او په ډزو کې يو لاروی هم ژوبل شوی دی .

د چارواکو په وينا پوليس والا د پوليو دمخنيوي په مرکز په ډيوټۍ ولاړ ؤ ، چې ډزې پرې شوي ، او حمله کوؤنکي د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .

پوليس وايي د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي ، او په سمدستي توگه د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

بل لور ته د شورو په ورځ د بلوچستان صوبې چيف سيکرټري په مشرۍ د اعلي کچې يوه غونډه کې د پوليو د مخنيوي کمپائن روان ساتلو پرېکړه شوې ، او وئيل شوي دي د کمپائن په مهال به سيکيورټي نوره زياتولی شي .

له دې وړاندې هم د بلوچستان په گډون د ملک په نورو برخو کې د پوليو په ټيمونو قاتلانه حملې شوي ، د پوليو کارکوؤنکي او ساتونکي پوليس يي پکې وژل شوي دي .

پاکستان د نړۍ په هغو درېو هېوادونو کې دی چرته وس هم د پوليو وائرس شتون لري ، د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائيجيريا کې د پوليو جراثيم موجود دي ، ولې د پوليو د نورو ملکونو په پرتله پاکستان کې د پوليو کېسونه زيات مخې ته راځي .

تېر کال پاکستان کې د پوليو د ۳۰۰ نه زيات کېسونه رپورټ شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG