لاس رسیدونکی لینک

هاغه قلندر درته يارانو يادوم


Qlandar momand

هغه چې روان دى زړۀ چاودلى ښپې تڼاکې

هاغه قلندر درته يارانو يادوم

قلندر مومند چې په شلمه صدۍ کې ورته د پښتو ادب د سرخيل حيثيت حاصل دى د شورو په ورځ يې دولسم تلين په خاموشۍ سره تير شوى دى اؤ دهغه د تلين په مناسبت سره په پښتنه سيمه کې يا بهر کومه دپام وړ درنه دستوره نه ده راجوړه شوې .

قلندر مومند کۀ هرڅو نوم په ادب کې پيدا کړى ؤ خو د شخصيت اړخونه يې دومره گڼ دي چې په هراړخ يې بلهابلها کتابونه ليکل کيدى شي.

په يو وخت شاعرهم ؤ، محقيق هم ،صحافي هم ؤ ، ماهر تعليم هم، سياستدان هم ؤ اؤ قانوندان هم خو کمال يې دا ؤ چې د ژوند کوم اړخ کې يې هم فعاليت ترسره کړى نو ساعت تيرى يې ورسره نه دى کړى بلکې هلته يې خپل يو ځلنده مقام موندلى ؤ.

د قلندر صيب خپل نوم صاحبزاده حبيب الرحمان ؤ اؤ تخلص يې قلندر.

په کال 1930ء کې يې د ستمبر په لمړۍ نيټه د پيښور په بازيد خيل سيمه کې د محترم سيف الرحمان په کور کې سترگې غړولې وې .

په خپل کلي کې د ابتدائي زده کړو نه وروستو يې دپيښور يونيورسټۍ نه په انگريزي ادب کې د ماسټر ډگري ترلاسه کړې وه خو ددې ترڅنگ يې د وکالت تعليم هم ترسره کړى ؤ.

دهغه يو بل ورو صاحبزاده فيضي هم په پښتو ادب کې د لوړې درجې شاعر ؤ .

د ترقي پسند ذهن څښتن قلندر مومند خپل ټول ژوند د پښتون قام ښې ورځې ته وقف کړى ؤ اؤ کله چې د باچا خان په مشرۍ خدايې خدمتگار تحريک په جوبن کې ؤ نو ددغه پليټ فارم څخه يې د پښتنو د خوشحالۍ اؤ سوکالۍ دپاره ډيرې قربانۍ ورکړې وې.

د ذهني اؤ جسماني تشدد سره سره يې د قيد و بند سختې زغملې وې خو وروستو يې د باچا خان د سياسي وارثانو د سياسي تگلارو سره اختلاف پيدا شو اؤ د هغوئ نه يې خپله لمن راونغاړله .

په خپل ژوند يوه مرکه کې ښاغلي قلندر مومند راقم ته وئيلي وؤ” زما فکر اوس هم پښتون دى ، د اى اين پي سياست سره به اختلاف ولرم خو د پښتنو د خدمت جذبه کې به مې کله هم کمى رانه شي ،که چرې نن هم د قيوم خان د دور په څير حالات رامينځته شول نو په دې زړو هډوکو به ميدان ته اوځم اؤ د پښتنو د حقونو جنگ ته به ملا وتړم”

ښاغلي قلندر مومند د اولسي ادبي جرگي د پليټ فارم څخه پښتو ادب کې د تنقيد د ودې دپاره بنيادي رول ترسره کړى دى.

دهغه خوش بختي دا وه چې په دغه جرگه کې ورسره د دوست محمد خان کامل ايډوکيټ ، اجمل خټک، اميرحمزه خان شينواري، هميش خليل، سيف الرحمان سليم ، لطيف وهمي اؤ کاکاجي صنوبرحسين په څير د لوړ فکر عهد ساز شخصيات ملگري وؤ خو دقلندر صيب په وينا په دهني نشو ونما کې يې زيات لاس امداد دوست محمد خان کامل کړى ؤ.

ښاغلى قلندر مومند چې يو متحرک انسان ؤ د ژوند تر اخره يې دپښتنو ليکوالو د روزنې نه لاس نۀ ؤ اخستى د ساهو ليکونکيو مرکې د سيوري لاندې يې په پيښور کې د تنقيدي شعور د ودې دپاره يو مهم پليټ فارم د نوي دور ليکوالو ته مهيا کړى ؤ اؤ هره هفته به يې دغلته په باقاعده ډول تنقيدي نشستونه کول.

قلندر مومند کۀ هر څو د هغه دور ځينو نزدې ملگرو يو” ضدي اؤ سخت خويه“ انسان گڼلو خو د هغه په شخصيت کې دومره مينه وه چې يو ځل به ورته څوک نزدې شول بيا به يې ترې جدا کيدو ته زړۀ نۀ کيدو البته په تنقيدي بحثونو کې د کوټلي دليل اؤ برهان قائل ؤ اؤ په هوايي خبرو به يې کله هم چاسره اتفاق نۀ کولو همدغه وجه وه چې د هغۀ د دور ځينې مهم ليکوال يې د قلندر مومند مخالفت ته راپارولي وؤ.

بيا په ځانگړي ډؤل د پټي خزانې په موضوع د هغۀ اختلاف ددې باعث شوى ؤ چې مخالفين يې د ضدي په نوم ياد کړي اؤ ووايي”قلندر چې يو ځل توت ته بکياڼه ووايي بيا يې پرې د چا پلار هم نۀ شي منلى“

په علمي موضوعاتو د قلندر مومند سره سخت مخالف د هغه همعصر ښاغلى هميش خليل هم د قلندر صيب په علميت بيخي ډاده دى اؤ په جار وايي”په دې کې شک نشته چې قلندر يو عالم فاضل انسان ؤ ، پښتو ژبې اؤ ادب دپاره يې نۀ هيريدونکي خدمتونه کړي خو په ځينو موضوعاتو د هغۀ د فکر سره د اختلاف گنجائش شته اؤ ما کۀ دغه اختلاف کړى نو په دليل اؤ علمي پيمانه مې کړى دى“

د قلندر مومند په هکله د هغه يو بل نزدې شاگرد حنيف خليل وايي” د قلندر صيب پشان علمي شخصيات په چرته په صدو پس پيداکيږي ، خو کاش چې قلندر مومند خپل وروستى وخت تخليق، تنقيد اؤ مزيد تحقيق ته ورکړى وى اؤ هغه پوهه چې د هغه په سينه کې پرته وه ټول په ټوله يې په کتابي شکل راتلونکو نسلونو ته پريښى وى“

قلندر صيب د سباؤن په نوم يوه شعري مجموعه، دگجرې په نوم د افسانو مجموعه ،د درياب په نوم دپښتو ډکشنري د خيرالبيان تنقيدي مطالعه په نوم د تنقيد مجموعه ،ځينې هم ترجمې ، علمي تحقيقي اؤ تنقيدي مقالې د خپلې ادبي پنگې په توگه راتلونکو نسلونو ته پريښي دي.

هغه ته د هْغۀ په غوره خدماتو دپاکستان حکومت اؤ ادبي تنظيمونو حسن کارکردگۍ د ايوارډ ترڅنگ گڼ شمير نور ايوارډونه هم ورکړي وؤ .

نوموړي پخپل صحافتي ژوند کې په غنچه، ننگيالى اؤ ژوند نومې مجلو په شهباز،رهبر،انجام،انقلاب،وحدت اؤ يو شمير نورو ورځپاڼو اؤ اوونيزو کې د مدير په حيث حدمات ترسره کړي وؤ اؤ د ژوند په وروستۍ برخه کې يې د پيښور د اردو ژبې په يوه ورځپاڼه کې د رگ سنگ په نوم کالم ليکلو.

دهغه په شاعرۍ کې ډيرې غزلې د وخت مقبولو سندرغاړو وئيلي چې زياتې پکې مشهورې شوي هم دي

لکه د احمدخان استاد په اواز دا اولسي سندره چې

ليلو باغ د باغوان دى

مونږ لکه طوطيان يو نن دلې سبا به ځونه

يا لکه د خيال محمد استاد په اواز دا غزل

دصبر ساه مې په سکيندو شوه ته به کله راځې

ځواني زما په زړيدو شوه ته به کله راځې

دقلندر د ارماني ژوندون علاجه مرگه

هغه خو اوس د نۀ راتلو شوه ته به کله راځې

خونن هم چې په پښتنه ټولنه کې څوک وطن سره د مينې څرگندونه په ښو ټکو کې کول غواړي نو هغه د قلندر مومند دا شعر ارومرو زمزمه کوي چې

گلستان کۀ مې په وينو تازه کيږي

هرازغى دى هم زما په زړۀ کې مات شي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲۵ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي.

     

XS
SM
MD
LG