لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشکيل افريدي سرنوشت په مارچ کې


 داسامه دوژل کيدو وروستو دپاکستان استخباراتي چارواکو هغه نيولى ؤ.
داسامه دوژل کيدو وروستو دپاکستان استخباراتي چارواکو هغه نيولى ؤ.

دمحکمې دغړو دريټائرمنټ اؤ دفاټا ټربيونل دمودې دختميدو له امله دشورو په ورځ دډاکټر شکيل افريدي مقدمه دمارچ دريمې نيټې پورې ځنډول شوې ده.

ډاکټر شکيل افريدي ته يو عدالت ديوې تندروه ډلې سره د اړيکو لرلو په تور دبند سزا اورولې اؤ هغه وروستو له هغې مقبوليت موندلى ؤ چې دپاکستان ايبټ اباد ښار کې يې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن دموجودگۍ دپخلي په غرض دويکسينيشن يو جعلي مهم وچلولو،

داسامه دوژل کيدو وروستو دپاکستان استخباراتي چارواکو هغه نيولى ؤ.

دکال ٢٠١٢م دمئ مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دتندروه کمانډر منگل باغ په مشرۍ لشکر اسلام ډلې سره داړيکو دلرلو په تور شکيل افريدي ته يو عدالت د٣٣ؤ کلونو سزا هم اورولې وه، پخپله فيصله کې عدالت په ډاگه کړې وه چې شکيل افريدي ددغه ډلې سره نزدې اړيکې اؤ دمنگل باغ لپاره يې خواخوږي لرله اؤ زياته کړې يې وه چې هغه سره دافريدي تړاؤ يوډاگيز حقيقت دى.

خو لشکر اسلام سره دشکيل افريدي لخوا داړيکولرلو دغه عدالتي دعوه وروستو يو تندروه کمانډر رد کړې اؤ دهغه دوژلو دړکه يې هم کړې وه.

دعدالت له لوري دسزاوار کيدو وروستو دافريدي کورنۍ اؤ وکيل په بيلا بيلو فورمونو دهغه دبې گناهۍ په حق کې څرگندونې کړي اؤ ددې ترڅنگ دکال ٢٠١٣م داگست مياشت کې دپيښور کمشنر په ٢٠١٢م کې هغه ته اورول شوې سزا رد اؤ دهغه دمقدمې بيا دسره دپيل کولو امر يې کړى ؤ.

په دغه موقع دهغه ورور جميل افريدى وئيلي وؤ چې انشاء الله تاسو بۀ ووينئ چې هغه به په درناوي سره بري شي ځکه چې هغه بې گناه دى اؤ دا زمونږ لمړۍ گټه ده

خو د٢٠١٤م په پيل کې په شکيل افريدي دبيا مقدمې چلول کيدو پځايې دهغه دبند سزا لس کاله کمه کړى شوه چې دغه شان دهغه سزا د٢٣ؤ کلونو نه د٢٣ؤ کلونو بند ته راکمه شوه.

دافريدي وکيل سميع الله افريدي په دې اړه خپل رد عمل کې وئيلي وؤ مونږ به ددې فيصلې خلاف اپيل کوؤ ځکه چې دا بې انصافي ده ، دهغه ورور جميل افريدي وئيلي وؤ مونږ په هغه يوه تازه مقدمه چليدل غوښتل ، خو عدالت يواځې په يوه نقطه امر جاري کړى اؤ سزا يې ١٠ کاله راکمه کړې ده

امريکا هم په تير وخت کې دپاکستان د٣٣ؤ ملينو ډالرو دامداد دهغه په خوشې کولو پسې دتړلو په ترڅ کې دهغه دراخلاصولو هڅه کړې ، خو پاکستان په دغه گام نيوکه کړې اؤ دا يې مايوسه کوونکى بللى.

دپاکستان خارجه دفتر وئيلي وؤ دامريکائي امداد په دې مقدمې پيسې تړل ددواړو هيوادونو ترمينځ دهمکارۍ دروح سره سم نۀ دى ، دخارجه دفتر بيان کې وئيل شوي وؤ چې دشکيل افريدي عمل هيواد کې دپوليو کيمپئن ته هم زيان رسولى.

دپاکستاني سياست دانانو له لوري دهغه په اړه ورکړل شوؤ بيانونو هم دشکيل افريدي مقدمه نوره پيچيده کړې ده، په يوه مرکه کې دپاکستان پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وئيلي وؤ چې شکيل افريدي ته دځان ددفاع اؤ اعلي محکمو پورې درسد حق ترلاسه دى.

همدغه شان دکال ٢٠١٤م دجنورۍ مياشت کې دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان شکيل افريدى امريکائي جاسوس بللى ؤ، دډاکټر شکيل په اړه هغه وئيلي وؤ ايا په امريکا کې نيول شوى يو پاکستانى جاسوس به پريښودل شي؟، زۀ داسې فکر نۀ کووم، همدغه شان دافريدي معامله هم ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG