لاس رسیدونکی لینک

تائيوان : سيند ته دجهاز پريوتو پيښه کې 12 کسان مړۀ شوي


تائي پى کې دپيښې ښکاره شوى جهاز دمقامي ائير لائن ټرنس ايشياء (TransAsia) اى ټي ار(ATR 72-600) ؤ چې پکې دعملې په گډون 58 کسان ناست وؤ، دغه جهاز دهيواد دننه الوت کولو چې دپيښې سره مخ شو.

تائيوان کې چارواکي وائي چې دتائيوان يو کمرشل جهاز چې پکې 58 کسان سوارۀ وؤ، پلازمينه تائي پى سره نزدې سيند ته پريوتى چې پکې لږ ترلږه ١٢ کسان مړۀ شوي دي.

تائي پى کې دپيښې ښکاره شوى جهاز دمقامي ائير لائن ټرنس ايشياء (TransAsia) اى ټي ار(ATR 72-600) ؤ چې پکې دعملې په گډون 58 کسان ناست وؤ، دغه جهاز دهيواد دننه الوت کولو چې دپيښې سره مخ شو.

په ابتدائي توگه مخې ته راتلونکو عکسونو کې ليدل کيږي چې جهاز په بشپړ ډول دسيند په اوبو کې ډوب دى دکوم نه چې دمسافرو اؤ عملې دکسانو راويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي.

پيښه کې د١٠ؤ کسانو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي اؤ تر دې مهاله ١٧ کسان بهر راويستل شوي دي، جهاز کې دناستو ٣١ؤ کسانو تعلق چين سره ؤ چې دسيلگرۍ په غرض تائيوان ته راغلي وؤ.

جهاز دپيښې څخه لږ ساعت دمخه دسنگ شان ائيرپورټ نه پورته شوى ؤ اؤ کن من زيرى ته روان ؤ خو دالوت څخه لږ ساعت وروستو دپيښې ښکار شو.

دمقامي ميډيا دراپور ترمخه پيښه کې اوس هم گڼ شمير مسافر دننه گير دي، دا نۀ ده په ډاگه شوې چې په صفا موسم کې دجهاز دراغورځيدو ددې پيښې علت څه ؤ.

له دې وړاندې هم ددې هوائي کمپنۍ جهاز تيرکال دپيښې ښکار شوى ؤ چې پکې ٤٨ مسافر مړۀ شوي وؤ

XS
SM
MD
LG