لاس رسیدونکی لینک

اردن دخپل پائيلټ دوژلو په ځواب کې دوه جنگيالي تيزندي کړل


تيزندي کړل شوؤ جنگيالو کې يوه ناکامه خودکش حمله کوونکې ښځه ساجد الرشاوي اؤ دالقاعده کارکوونکى زياد کربولي شامل دي، دغه دواړه عراقي شهريت لرونکي وؤ دولت اسلاميه د دتيزندي کړل شوې ښځې دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

اردن دتندروه ډلې دولت اسلاميه لخوا دخپل يو پائيلټ دوژلو په ځواب کې دشورو په سحر ددغه ډلې دوه جنگيالي تيزندي کړي دي.

تيزندي کړل شوؤ جنگيالو کې يوه ناکامه خودکش حمله کوونکې ښځه ساجد الرشاوي اؤ دالقاعده کارکوونکى زياد کربولي شامل دي، دغه دواړه عراقي شهريت لرونکي وؤ دولت اسلاميه د دتيزندي کړل شوې ښځې دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.

داردن چارواکو دغه ښځه يوه ورځ وروستو له هغې تيزندي کړه چې په انټرنيټ جاري شوې يوه ويډيو کې ښودل کيږي دغه تندروه ډله داردن پائيلټ Muath al-Kaseasbeh په داسې حال کې ژوندى سوزوي چې هغه په يوه پنجره کې بند دى.

داردن دغه پائيلټ وروستو له هغې نيولى شوى ؤ چې دتيردسمبر مياشت کې دهغه جهاز شام کې په داسې حال کې لاندې راغلى ؤ چې دغه جهاز دداعش په ضد دامريکا په مشرۍ دائتلاف دبرخې په توگه الوت کولو، هغه په ظاهري توگه دجنورۍ په دريمه نيټه وژل شوى ؤ.

دحکومتي وياند محمد الموماني ترمخه دغه دواړه بنديان سحر مهال تيزندي کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG