لاس رسیدونکی لینک

په فرانسوي مجله بريد کوونکو دپاره د انعام اعلان


هغه وويل نور دوه لکه ډالر انعام به هاغه تن ته ورکوي چې د چارلي هيبډو مجلې مالک ووژني

دپاکستان د پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ نوميالي مشر غلام احمد بلور د نهې په ورځ په قومي اسمبلۍ کې اعلان کړى چې هغه تيار دى په فرانسوي مجله چارلي هيبډو د حمله کوونکو دريوؤ واړو تندلارو وارثانو ته هاغه يو يو لک ډالر انعام ورکړي د کوم وعده چې يې په کال 2012ء کې کړې وه.

په فرانسيسي مجلي تيره مياشت عسکريت خوښو حمله کړې وه اؤ غلام احمد بلور په ستمبر کال 2012ء کې هاغه وخت چې کله دپاکستان د ريلوى وزير ؤ اعلان کړى ؤ چې کۀ چا د پيغمبر محمد (ص) د سپکاوي ويډيو جوړونکى ووژلو نو هغه به ورته يو لک ډالر په انعام کې ورکوي.

د نهې په ورځ يو ځل بيا قام پرست مشر غلام احمد بلور قومي اسمبلۍ ته پخپله وينا کې وويل چې په فرانسيسي مجله بريد کوونکي درې واړه کسان د هغه لخوا د اعلان کړل شوي انعام حقدار دي اؤ دى به د هغوئ خپلوانو ته دغه رقم وروستو له هغې ورکوي چې دپاکستان حکومت د هغوئ کورونه پيدا کړي.

هغه وويل نور دوه لکه ډالر انعام به هاغه تن ته ورکوي چې د چارلي هيبډو مجلې مالک ووژني.

د غلام احمد بلور ددغه اعلان نه خو په قامي اسمبلۍ کې چا ملاتړ کړى اؤ نه مخالفت تر دې چې د اسمبلۍ سپيکر اياز صادق هم په دغه اعلان هيڅ رقم اعتراض نه دى کړى.

غلام احمد بلور د پاکستان دننه د پښتون قام پرست گوند عوامي نيشنل پارټۍ يو مهم غړى دى چې څو کرته د قومي اسمبلۍ ممبر اؤ مرکزي وزير پاتې شوى دى.

د غلام احمد بلور کورنۍ په بنيادي توگه د پيښور په لويو کاروباريانو کې شميرل کيږي اؤ دپاکستان داليکشن کميشن له لوري چې د قامي اسمبلۍ دغړو د اثاثو کوم فهرست جاري شوى د هغې مطابق غلام احمد بلور د څلورو کروړو روپو د ماليت خواوشا اثاثې لري.

XS
SM
MD
LG