لاس رسیدونکی لینک

پاکستان : بمي چاؤدنو کې د6 عسکرو په گډون 9 کسان وژل شوي


دسرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو يو کاروان دمرکزي کرمې ايجنسۍ دورمگۍ سيمې څخه دايجنسۍ هيډکوارټرز پاړه چنار ته روان ؤ چې په دغه مهال يې په گاډي ريموټ کنټرول بم چاؤدنه وشوه

دپاکستان قبائيلي سيمو کرمې اؤ خيبرايجنسو اؤ دخيبرپښتونخوا په مانسهره سيمه کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې دشپږو عسکرو گډون ٩ کسان وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي دقبائيلي سيمې کرمې ايجنسۍ په ورمگۍ سيمه کې دنهې په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ريموټ کنټرول بم چاؤدنه شوې چې پکې لږ ترلږه څلور عسکر وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو يو کاروان دمرکزي کرمې ايجنسۍ دورمگۍ سيمې څخه دايجنسۍ هيډکوارټرز پاړه چنار ته روان ؤ چې په دغه مهال يې په گاډي ريموټ کنټرول بم چاؤدنه وشوه چې پکې څلور عسکر ووژل شول.

سرچينې زياتوي کومه سيمه کې چې دغه چاؤدنه شوې هغه دخيبرايجنسۍ تيراه سيمې ته نزدې ده چرته چې دپاکستان پوځ دتيرکال داکتوبر دمياشتې راهسې سيمه کې دفعاله جنگيالو په ضد په جگړه بوخت دي.

بل لوري ته دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ د تيراه په نري بابا سيمه کې ديوې چاؤدنې په نتيجه کې دامن لښکر درې غړي وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى

همدغه شان دمقامي پوليسو ترمخه دگل په شپه دمانسهرې ضلعې دلارۍ اډې سره نزدې دپوليسو په گاډي ترسره شوې يوه چاؤدنه کې وژل شوؤ کې يو ايس ايچ او اؤ يو سپاهي شامل دي اؤ ددې ترڅنگ پيښه کې دوه عسکر ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

په امنيتي ځواکونو اؤ دامن لښکر په غړو دغه چاؤدنې په داسې حال کې شوي چې تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي يو سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې خطرناکو مجرمانو ته دتيزندۍ ورکولو په سزا عمل درامد بحال شوى اؤ ددې ترڅنگ وسله والو پوځونو دهيواد په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد عملياتو کې چټکتيا راوستې.

XS
SM
MD
LG