لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : دوه مجرمان تېزندي کړی شو


تېزندي کړی شوؤ مجرمانو په کال ۲۰۰۱ کې د کراچۍ په سولجر بازار کې ډاکټر علي رضا پيراني په ډزو وژلی ؤ .

پاکستان کې د ترهگرۍ په مقدمو کې د مرگ سزاوارو ته د تېزندۍ ورکولو سزا عملي کولی شي ، اونن د کراچۍ په مرکزي جېل کې د پهانسۍ سزاوار د يوې لاقانونه گرځول شوې ډلې دوه غړي تېزندي کړی شوي دي .

د سرکاري ميډيا ترمخه نن د نهې په ورځ سحر د کراچۍ په سنټرل جېل کې عطاالله او اعظم تېزندي کړی شوي ، او د دويې تعلق د لاقانونه گرځول شوې ډلې لشکرجهنگوي سره وو.

تېزندي کړی شوؤ مجرمانو په کال ۲۰۰۱ کې د کراچۍ په سولجر بازار کې ډاکټر علي رضا پيراني په ډزو وژلی ؤ .

وروستو په کال ۲۰۰۴م کې د ترهگرۍ د مخنيوي يو عدالت دواړو مجرمانو ته د مرگ سزا اورولې وه ، د مجرمانو لخوا په مختلفو عدالتونو کې شوي خواستونه رد کړی شوي ، او صدر يې هم د رحم اپيل نه ؤ منظور کړی .

په ۱۶م دسمبر پېښور کې په آرمي پبلک سکول د طالبانو د حملې وروستو وزيراعظم نوازشريف په ملک کې د تېزندۍ سزا عملي کولو منظوري ورکړې وه .

او د هغې وروستو د دسمبرپه مياشت کې د تېزندۍ سزا ورکول پېل شوي ، چې تر اوسه پورې د ملک په بېلابيلو جيلونو کې ۲۲ کسان تېزندي کړی شوي دي .

په کال ۲۰۰۸م کې د پيپلزپارټۍ په حکومت کې د تېزندۍ په سزا بندېز لگول شوی ؤ ، او وس د دغې سزا د بيا عملي کېدو وروستو د بشري حقونو تنظيمونه د تېزندۍ د سزا نه ورکولو غوښتنه کوي .

XS
SM
MD
LG