لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنېدخان د ورلډکپ د ټيم نه بهر شو


"بخښنه غواړم ما ټېسټ پاس نه کړو خدايې ته به دا منظوره وه او زما دعا د پاکستان ټيم سره ده ".
"بخښنه غواړم ما ټېسټ پاس نه کړو خدايې ته به دا منظوره وه او زما دعا د پاکستان ټيم سره ده ".

د پاکستان کرکټ ټيم وتلی تېز باؤلر جنېدخان فټنس ټيسټ کې د ناکامۍ له کبله د ورلډکپ دپاره جوړ ټيم نه بهر شوی دی .

جنېدخان د کرکټ ورلډکپ ۲۰۱۵م دپاره د پاکستان کرکټ ټيم د ۱۵ لوبغاړو په سکوارډ کې شامل کړی شوی ؤ ، ولې وروستو په لاهور کې د پرېکټس په مهال د هغه پښه ژوبل شوې وه .

وروستو نوموړي ته ډاکټرانو د ارام کولو مشوره ورکړې وه ، او هغه د ټيم په سکوارډ کې شامل ؤ ، ولې د نيوزي لېنډ په دوره ټيم سره د لېږلو نه پاتې کړی شوی ؤ .

نن د گل په ورځ لاهور کې د جنېدخان فټنس ټېسټ شوی ، او هغه په ټيسټ کې نه دی بريالی شوی .

جنېدخان خپله په ټويټر باندې يو ټويټ کې هم د دغې خبرې پخلی کړی دی .

"بخښنه غواړم ما ټېسټ پاس نه کړو خدايې ته به دا منظوره وه او زما دعا د پاکستان ټيم سره ده ".

راپورونه وايي د جنېدخان په ځايې بلاول بهټي د ټيم سره د نيوزي لېنډ په دوره لېږل شوی ، ولې د ورلډکپ په سکوارډ کې لا نه دی شامل کړی شوی .

د پاکستان سينئرتېز باؤلر جنېدخان په ۴۸ يو ورځنو مېچونو کې ۷۵ وکټې ترلاسه کړي دي .

د لوبو څيړونکې د جنېدخان د ټيم نه بهر کېدل د پاکستان دپاره تاوان گڼي ، ځکه چې د ورلډکپ په ټيم کې وتلی سپېنر سعيداجمل هم د مشکوک باؤلنگ له کبله شامل نه دی .

نيوزي لېنډ او اسټريليا کې کېدونکي ورلډکپ ۲۰۱۵م کې پاکستان او هند د روانې مياشتې په ۱۵م نېټه يو بل سره مخامخ کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG