لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش بل تښتولی جاپانی هم وژلی


د جاپان حکومت په ويډيو خپرولو د داعش سخته غندنه کړې ده ، او وزيراعظم شېنزواېبی وئيلي چې په دغې ويډيو به د جاپان د غبرگون دپاره د کابينې غونډه رابلي .
د جاپان حکومت په ويډيو خپرولو د داعش سخته غندنه کړې ده ، او وزيراعظم شېنزواېبی وئيلي چې په دغې ويډيو به د جاپان د غبرگون دپاره د کابينې غونډه رابلي .

شام اوعراق کې فعاليت لرونکې تُندروه ډلې "داعش" د تښتولي بل جاپاني د وژنې ادعا کړې ده. د داعش لخوا د خالي په ورځ انټرنېټ باندې خپره شوې ويډيو کې ليدل کيږي چې د جاپاني صحافي کينجی گوټو نه سرغوڅولی شي .

د جاپان حکومت په ويډيو خپرولو د داعش سخته غندنه کړې ده ، او وزيراعظم شېنزواېبی وئيلي چې په دغې ويډيو به د جاپان د غبرگون دپاره د کابينې غونډه رابلي .

ويډيو کې يو تُندلاري د کينجی گوټو په مرۍ خنجر اېښودی ، او وروستو بيا په ويډيو کې د سر نه بغېر لاش ښودل کيږي .

يوه اوونۍ وړاندې هم داعش د بل تښتول شوي جاپاني هارونا يوکاوا د سرغوڅولو ويډيو خپره کړې وه .

د امريکې د سپينې ماڼۍ وياند وئيلي ، چې امريکا د نوې خپرې شوې ويډيو د پخلي هڅه کوي ، او د تُندروه ډلې عمليات په سختو ټکو کې غندي .

د داعش په نوې ويډيو کې يو تُندلاری ـ جاپاني وزيراعظم ته په مخاطب کولو سره وايي ، چې يو بائيللي جنگ کې د برخې اخيستو ستا د دغې بې رحمه پرېکړې په نتيجه کې به دا خنجر نه يواځې د کينجی گوټو مرۍ پرې کوي بلکې چرته چرته چې ستا خلک په لاس راځي هغه به هم وژل کيږي .

د جاپان وزيراعظم د داعش په ضد عملياتو کوؤنکو ملکونو ته په غېرپوځي امداد کې د ۲۰۰ ملينه ډالرو ورکولو د اعلان نه پس تُندلارې ډلې د دغو دواړو جاپانيانو د وژنې دهړکه ورکړې وه ، څوک يې چې تېر کال تښتولي وو .

راپورونه وايي جاپان د اُردن د حکومت په مرسته د گوټو د خلاصولو هڅې کولې ، ولې د خالي په ورځ د جاپان خارجه وزير عمان کې خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ؤ، چې د جاپاني صحافي د راخلاصولو کوششونه د ډيډلاک ښکار شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG