لاس رسیدونکی لینک

دوروستي ترهه گر تر خاتمې به په ارام نۀ کښينو،نوازشريف


پوليس ټريننگ سکول لاهور کې دترهه گرۍدمخنيوي دځواک دلمړۍ ډلې پاسنگ اؤټ دستورې ته دخطاب په مهال نواز شريف وويل چې دترهه گرۍ په اړه چې پاکستان ته کوم چيلنجونه پيښ دي

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه به هغوي ته هر حال کې گټل وي ځکه چې دغه دټول قام جگړه ده اؤ زياته کړې يې ده چې دوروستي ترهه گر تر خاتمې به په ارام نۀ کښيني.

وزيراعظم نواز شريف دغه څرگندونې يوه ورځ وروستو له هغې کړي چې دپاکستان دسندهـ صوبې په شکار پور سيمه کې ديوې امام باړې دننه شوې چاؤدنه کې د60ؤ څخه زيات کسان ووژل شول اؤ ددغه چاؤدنې مسؤليت تندروه ډلې جندالله په غاړه اخستى.

پوليس ټريننگ سکول لاهور کې دترهه گرۍدمخنيوي دځواک دلمړۍ ډلې پاسنگ اؤټ دستورې ته دخطاب په مهال نواز شريف وويل چې دترهه گرۍ په اړه چې پاکستان ته کوم چيلنجونه پيښ دي ددې لپاره دداسې اعلي تربيتي ځواک ضرورت دى چې دترهه گرۍ خاتمه وکړل شي.،داولس حفاظت دهغوي لمړۍ ترجيح ده.

هغه وويل هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمې لپاره که يو لوري ته وسله وال پوځونه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد عمليات کوي نو بل اړخ ته دترهه گرۍدمخنيوي دملي تگلارې لاندې هم دترهه گرۍ دناسور جرړې ويستل کيږي.

دهغه وينا وه دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهغوي دمعاشي اؤ ټولنيزې بقاء معامله ده اؤ ددې په ضد ټول قام اؤ ادارو متفقه پريکړه کړې ده.

بل لوري ته دخالي په ورځ خبريالانو سره خبرو کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي هڅو کې پاکستان اؤ افغانستان دواړه يو بل سره مرسته کوي.

وزيراعظم وويل دترهه گرۍ مخنيوي لپاره ضروري ده چې پاکستان اؤ افغانستان په شريکه کوششونه جاري وساتي.

” مونږ هم افغانستان سره مرسته کوؤ، دافغانستان صدر( اشرف غني) چې پاکستان ته راغلى ؤ مونږ پخپل مينځ کې کومه پريکړه کړې وه په هغې بيخي عمل کيږي“

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اوسنو مياشتو کې په اعلي کچه سياسي اؤ عسکري تماسونو کې اضافه راغلې ده.

روانه اوونۍ کې دافغانستان دسرحدي پوليسو کمانډر ليفټننټ جنرل محمد شفيق فاضلي ديو لوړپوړي هيئت سره دپاکستان دوره کړې وه اؤ لوړپوړو عسکري چارواکو سره يې ليدنې کړې وې.

روانه مياشت کې دپاکستاني پوځ دجنوبي کمانډ مشر ليفټننټ جنرل ناصر خان جنجوعه اؤ دپيښور کورکمانډر ليفټننټ جنرل هدايت الرحمان دافغانستان بيلا بيلې دورې کړې وې.

همدغه شان دپيښور دسانحې څخه وروستو دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ داستخباراتي ادارې مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر هم دکابل سفرونه کړي وؤ.

XS
SM
MD
LG