لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشکارپور چاؤدنه کې دمړو شميره 60ؤ ته رسيدلې


کھیلوں کے ان مقابلوں میں 206 ممالک کے11,303 کھلاڑیوں نے حصہ لیا۔
کھیلوں کے ان مقابلوں میں 206 ممالک کے11,303 کھلاڑیوں نے حصہ لیا۔

دپاکستان دسندهـ صوبې په شکارپور سيمه کې ديوې امام باړې دننه شوې چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو شميره 60ؤ ته رسيدلې ده.

عيني شاهدان وائي چې دغه چاؤدنه دجمعې په ورځ شکارپور کې په لکهي در سيمه کې موقعيت لرونکې يوه امام باړه کې دجمعې دنمونځ په مهال شوې اؤ دچاؤدنې په مهال دامام باړې دننه 600ؤ نه 700ؤ پورې خلک موجود وؤ،ځينې سرچينې وائي چې دا يوه خودکش حمله ده خو چارواکو تر دې مهاله ددغه دعوې پخلى نۀ دى کړى.​

ددغه چاؤدنې ذمه واري تندروه ډلې جندالله ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه.

دجندالله يو وياند فهد مرت وئيلي وؤ زمونږ هدف شيعه جومات ؤ، هغوي زمونږ دښمنان دي

مجلس وحدت المسلمين ددغه ترهه گريز بريد څخه وروستو ټول سندهـ کې دپرامنه احتجاج اعلان کړى اؤ ددې ترڅنگ دسندهـ وزيراعلي قائم علي شاه هم دشکارپور دپيښې وروستو ديوې ورځې دوير اعلان کړى.

سرچينې وائي دچاؤدنې دشدت له امله دامام باړې دچت راپريوتو وروستو دملبې لاندې هم گڼ شمير خلک گير شوي وؤ.

دسندهـ داطلاعاتو وزير شرجيل ميمن وائي چې دچاؤدنې څخه وروستو ټولو هسپتالونو کې بيړنى حالت لگول شوى اؤ ژوبل کسانو ته هر ممکن طبي امداد ورکولى شي، هغه وئيلي تر دې مهاله دچاؤدنې دوجوهاتو تعين نۀ دى شوى ځکه په دې اړه څه وئيل به دوخت څخه وړاندې خبره وي.

شرجيل ميمن دا پيښه دسلامتۍ دناکامۍ گرځولو څخه انکار کړى اړ وئيلي يې دي چې دا وخت ټول ملک دترهه گرۍ غيږه کې دى اؤ حکومت دترهه گرو دنيټ ورک دله مينځه وړلو هڅې کوي.

وزيراعظم نواز شريف ددغه چاؤدنې په سختو ټکو کې غندنه کړې، دپيښې راپور يې غوښتى اؤ په اړونده چارواکو يې ژوبل کسانو ته په فوري توگه دغوره طبي اسانتياوؤ برابرولو وينا کړې ده.

وزيراعظم وئيلي چې دترهه گرۍ په ضد جگړې لپاره دهغه حکومت ژمن دى اؤ دغه رقم پيښې يې اراده نۀ شي کمزورې کولى.

تيرکال دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان اؤ وروستو داکتوبر مياشت کې خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو پيل کيدو وروستو دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې ترهه گريزو حملو کې اضافه راغلې.

دتيرکال ددسمبر په ١٦مه نيټه پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانوو حمله کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

ددغه پيښې څخه وروستو وزيراعظم نواز شريف هيواد کې په تيزندۍ عمل درامد بحال کړو اؤ دترهه گرۍ په اړه دمقدمو دتُندې اوريدنې لپاره دپوځي افسرانو په مشرۍ دپوځي عدالتونو جوړولو په غرض ائين کې بدلون وکړى شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG