لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صوبې دې په قومي ايکشن پلان عمل درامد تُند کړى، وزيراعظم


 وزيراعظم وئيلي دي چې ټولو سياسي گوندونو په ٢٠ نکته ايز قومي ايکشن پلان اتفاق کړى ؤ اؤ دا دټولو صوبائي حکومتونو ذمه واري چې په دغه پلان ددې دروح مطابق عمل درامد وکړي.
وزيراعظم وئيلي دي چې ټولو سياسي گوندونو په ٢٠ نکته ايز قومي ايکشن پلان اتفاق کړى ؤ اؤ دا دټولو صوبائي حکومتونو ذمه واري چې په دغه پلان ددې دروح مطابق عمل درامد وکړي.

وزيراعظم نواز شريف په صوبائى حکومتونو غږ کړى چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دې په قومي ايکشن پلان عمل درامد عمل تُند کړي اؤ وئيلي يې دي چې حکومت هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمې لپاره ژمن دى.

وزيراعظم وئيلي دي چې ټولو سياسي گوندونو په ٢٠ نکته ايز قومي ايکشن پلان اتفاق کړى ؤ اؤ دا دټولو صوبائي حکومتونو ذمه واري چې په دغه پلان ددې دروح مطابق عمل درامد وکړي.

وزيراعظم نواز شريف دغه څرگندونې گورنر هاؤس مري کې دلوړې کچې ديوې غونډې دمشرۍ په مهال کړي دي، غونډه کې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، دخزانې وزير سنيټر اسحاق ډار اؤ داخله وزير چوهدري نثار علي خان هم برخه اخستې وه.

غونډه کې په مهمو قومي چارو اؤ ځانگړې توگه دبدامنۍ اؤ انرژۍ دکمي په معاملو خبرې اترې وشوې، په دغه موقع وزيراعظم وويل چې حکومت به ددې خبرې اجازه ورنۀ کړي چې کومه پيښه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره دقومي ايکشن پلان په عمل درامد اغيزه وکړي.

غونډه کې په دې خبره اتفاق وشو چې دپيښور دسانحې څخه وروستو جوړې شوې کاري ډلې به لږ ترلږه وخت کې خپل اړونده کارونه مکملوي اؤ ددغو ډلو ليدنې به روانه اوونۍ کې کيږي.

په دغه موقع دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، څوک چې دزياترو ډلو مشري په غاړه لري، وزيراعظم ته دبيلا بيلو ډلو دپرمختگ په اړه حال احوال تير کړو اؤ وې وئيل چې هغه په قومي ايکشن پلان دعمل درامد تُندولو لپاره صوبائي حکومتونو سره رابطه کې دى.

دپنجاب زيراعلي شهباز شريف دخپلې صوبې له لوري په قومي ايکشن پلان تر دې مهاله دشوي پرمختگ څخه وزيراعظم خبر کړو، ټاکل شوې ده وزيراعظم نواز شريف به هم په قومي ايکشن پلان تر دې مهاله دشوي پرمختگ دجاج اخستو لپاره دڅلورو واړو صوبو دوره کوي اؤ په دغه مهال به داپيکس کميټو دغونډو دمشرۍ په مهال پوځي قيادت هم موجود وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG