لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: ښځينه استاذانو ته د وسلې چلولوتربيت ورکول کيږي


د پېښور پوليس لائن کې نن د نهې په ورځ د پېښور وومن (ښځينه) فرنټئرکالج نهه ښځينه استاذانو ته د وسلې تربيت ورکړی شوی دی .
د پېښور پوليس لائن کې نن د نهې په ورځ د پېښور وومن (ښځينه) فرنټئرکالج نهه ښځينه استاذانو ته د وسلې تربيت ورکړی شوی دی .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې سرښارپېښور کې د سکولونو او کالجونو ښځينه استاذانو ته د وسلې چلولو تربيت ورکول کيږي ، او نن د پېښور په پوليس لائن کې څو استاذانو ته تربيت ورکړی شوی دی .

پېښور کې ښځينه استاذانو ته د وسلې چلولو د تربيت کار په داسې مهال پېل کړی شوی ، چې د دسمبر په مياشت کې پېښور کې په آرمي پبلک سکول د طالبانو بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي ، چې پکې زياته شمېره د سکول د ماشومانو وه او په نورو وژل شوؤ کسانو کې د سکول ښځينه پرنسپله هم شامله وه .

د پېښور پوليس لائن کې نن د نهې په ورځ د پېښور وومن (ښځينه) فرنټئرکالج نهه ښځينه استاذانو ته د وسلې تربيت ورکړی شوی دی .

پوليس لائن کې د وسلې چلولو د زده کړې په مهال د فرنټئرکالج د قانون استاذې مسز زمان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د وسلې د چلولو زده کړه ډېر ضروري ده ، ځکه چې د ځان حفاظت پرې وشي .

هغې ووئيل د پښور په سکول کې وژل شوؤ ماشومانو زمونږ حوصلې لوړې کړي دي ، د هغويې قرباني د هېرولو نه ده . هغې زياته کړه مونږ د دغې پېښې وروستو اوس په سکولونو او کالجونو کې بېدارې ناستې يُو او په هر لور نظر ساتو .

مسز زمان ووئيل ، مونږ به د وسلې چلولو زده کړه په سکولونو او کالجونو کې ماشومانو او نورو استاذانو ته هم ښائيو ، او هر چا له پکار ده چې خپل حفاظت په خپله هم وکړي .

استاذانو ته د وسلې چلولو تربيت ورکوؤنکې پوليس انسپکټرې انيله ناز په وينا ، استاذانو ته به په پوليس لائن کې يوه اوونۍ د وسلې چل زده کول کيږي .

هغې ووئيل نن نهه استاذانې راغلي دي ، او نورې به وروستو راځي ، هغې زياته کړه د وسلې چلول گران کار نه دی او مونږ کوشش کوؤ چې په دوه ورځو کې دويې ته پوره چل ورزده کړو .

پېښور کې په آرمي پبلک سکول د حملې وروستو د خېبرپښتونخوا صوبې سره په ټول ملک کې د سرکاري او شخصي سکولونو د امنيت دپاره

گامونه پورته کړی شوي ، او په شخصي سکولونو وسله په لاس ساتونکي هم ودرول شوي دي .

د دې ترڅنگ نارينه استاذانو ته د ځان سره د وسلې ساتلو اجازه هم ورکړی شوې ده .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG