لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: د ۲۰۱۷م اخرې پورې به ملک کې لوډشيډنگ ختم شي


د بجلۍ او اوبو وزير وايي مونږ هڅه کوؤ چې زر تر زره ټول ملک کې بجلي بحال کړو،
د بجلۍ او اوبو وزير وايي مونږ هڅه کوؤ چې زر تر زره ټول ملک کې بجلي بحال کړو،

د پاکستان د اوبو او بجلۍ مرکزي وزير خواجه اصف وايي ، ملک کې د بجلۍ کمی دی او حکومت د دغې ستونزې د هوارولو هڅه کوي ، خو نوموړي وئيلي ملک کې به د کال ۲۰۱۷م تر اخرې پورې د لوډشيډنگ خاتمه وکړی شي .

پلازمينه اسلام اباد کې نن د گل په ورځ خبري غونډې ته په وينا کې خواجه اصف په ملک کې د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د بجلۍ غايب کېدو په اړه ووئيل ، په تېرو څو ورځو کې دا درېم ځل دی چې د بجلۍ په مرکزي لائنونو باندې چاؤدنې کيږي ، او تېره شپه هم د بجلۍ په يو لائن باندې چاؤدنه شوې وه او د هغې له کبله بجلي غايب شوې وه .

د خالي او اتوار په منځنۍ شپه کې د ملک په نزدې ۸۰ فيصده برخه کې بجلي غايب شوې وه ، او وس هم د ملک په ځينو برخو کې لا بجلي نه ده بحال کړی شوې .

د بجلۍ او اوبو وزير وايي مونږ هڅه کوؤ چې زر تر زره ټول ملک کې بجلي بحال کړو، او زياته يې کړه په دوه درې ورځو کې به صنعتي علاقو کې د بجلۍ لوډشيډنگ ختم ، کليوالو علاقو کې اته ساعته او ښارونو کې به شپږ گهنټې لوډشيډنگ کولی شي .

خواجه اصف ووئيل د بجلۍ تنصيبات د ترهگرۍ ښکار کيږي ، ځکه د بجلۍ د تنصيباتو د ساتنې دپاره اضافي امنيتي گامونه پورته کولی شي .

نوموړي زياته کړه حکومت کوشش کوي ، چې د سترې محکمې د امر په رڼا کې د کراچۍ نه تر پېښور پورې په يو حساب بجلي ورکړی شي ، او لوډشيډنگ هم يو شان وي .

ولې نوموړي ووئيل د کال ۲۰۱۷م د گرمۍ پورې به په ملک کې د بجلۍ لوډشيډنگ ختم کړی شي .

بل لورته د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ اسلام اباد کې د بجلۍ د رسد په اړه د اعلي کچې يوه غونډه شوې ، او نوموړي د اړونده ادارو چارواکو ته هدايات ورکړي چې په راتلونکې وخت کې د بجلۍ په يو ځايې د غايب کېدو د مخنيوي دپاره دې گامونه پورته کړی شي .

د سرکاري ميډيا ترمخه وزيراعظم په ۴۸ ساعتونو کې تېره ورځ د بجلۍ د غايب کېدو په اړه تکنيکي رپورټ طلب کړی ، او قانون نافذؤنکو ادارو ته يې د اوبو او بجلۍ د تنصيباتو د سيکيورټۍ زياتولو هدايات ورکړي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG