لاس رسیدونکی لینک

دداعش دمرستې په سازش امريکائي ښځې ته دبند سزا


يو ايس اټارني جان والش وئيلي شانن خوش بخته ده چې امريکا څخه دتللو څخه دمخه ونيول شول

دامريکا دانصاف محکمې وئيلي دي چې القاعده اؤ داعش ته دمرستې ورکولو سازش کې ککړې يوې ښځې ته دڅلورو کلونو دبند سزا اورول شوې ده.

کولوراډو سره په تعلق لرونکې ١٩ کلنې شانن کونلي تيرکال فردجرم لگول شوى ؤ.

دانصاف دمحکمې ترمخه شانن اؤ سازش کې ککړ يو بل تن نورو خلکو سره په گډه ترهه گريزو گرځول شوؤ غيرملکي تنظيمونو ته مرسته ورکړې.

دچارواکو وينا ده چې شانن ته دغه تن په انټرنيټ ترلاسه شوى اؤ هغه وئيلي چې دداعش يو فعاله غړى دى، وروستو شانن شام ته دتللو منصوبه هم جوړه کړې وه.

دانصاف دمحکمې وينا ده چې شانن دسازش لاندې ځوانانو لپاره دامريکائي پوځي تربيت پروگرام کې برخه اخستې اؤ ددوسلې دتربيت ترڅنگ يې دابتدائي صحي امداد اؤ نرسنگ سرټيفيکيټ هم ترلاسه کړى.

دوفاقي پلټنيزې ادارې ( ايف بي ائي) پلټونکي شانن سره وليدل اؤ دترهه گريز تنظيم دمدداؤ جهاد کې دمرستې لپاره يې هغې ته هيواد څخه دبهر نۀ تللو وينا وکړه، وروستو هغه هاغه وخت ونيول شوله چې دډينور بين المللي اډې څخه يې ترکي ته دتللو په غرض الوتکه کې دکښيناستو هڅه کوله.

دشانن دکور دتالاشۍ په مهال په شکمنه توگه دالقاعده، نورو ترهه گريزو ډلو اؤ جهاد په اړه ډي وي ډيانې ، کتابونه اؤ ليکلي مواد ترلاسه شول.

يو ايس اټارني جان والش وئيلي شانن خوش بخته ده چې امريکا څخه دتللو څخه دمخه ونيول شول، که چرې هغه شام ته تللو کې بريالۍ شوې وى نو په ممکنه توگه سخت تشدد، قتل سره مخ کيدى شوه اؤ يا به دجرمونو لپاره بيرته امريکا ته راليږل شوى وى.

XS
SM
MD
LG