لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا کې 8,000ؤ څخه زيات شکمن کسان نيول شوي


 دخيبرپښتونخوا حکومت لخوا دوزيراعظم دفتر ته دوړاندې کړل شوؤ دستاويزاتو له مخې 2,861 تازه کارروايو کې 8,281 شکمن کسان نيول شوي دي
دخيبرپښتونخوا حکومت لخوا دوزيراعظم دفتر ته دوړاندې کړل شوؤ دستاويزاتو له مخې 2,861 تازه کارروايو کې 8,281 شکمن کسان نيول شوي دي

دسرکاري دستاويزاتو ترمخه دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره دعمل درامد دبرخې په توگه خيبرپښتونخوا صوبه کې قانون نافذونکو ادارو دتندلارو په ضد تازه کارروائيو کې 8,000ؤ څخه زيات شکمن کسان نيولي دي.

دخيبرپښتونخوا حکومت لخوا دوزيراعظم دفتر ته دوړاندې کړل شوؤ دستاويزاتو له مخې 2,861 تازه کارروايو کې 8,281 شکمن کسان نيول شوي دي، نيول شوؤ کسانو کې 22 هاغه مُليان هم شامل دي چې دنفرت څخه دډکو خطبو ورکولو له امله نيول شوي، دخيبرپښتونخوا حکومت د222ؤ مدرسو استازي دلاؤډ سپيکر دقوانينو په خلاف ورزۍ تورن کړي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ديو راپور ترمخه دپنجاب حکومت هم دترهه گرو په نوي فهرست کې د2,000 شکمنو کسانو نومونه شامل کړي دي، ورځپاڼه دچارواکو له خُلې ليکي چې دسندهـ حکومت هم فهرست کې د500ؤ شکمنو کسانو نومونه شامل کړي، دبلوچستان حکومت د410ؤ شکمنو پيژندگلو کړې، اسلام اباد کې چارواکو 150 اؤ گلت بلتستان کې 50 شکمن کسان نومولي دي.

دستاويزات په ډاگه کوي چې په قومي ايکشن پلان دعمل درامد دبرخې په توگه دخيبرپښتونخوا حکومت د90 ترهه گريزو مقدمو پيژندگلو کړې کوم چې به پوځي عدالتونو ته منتقل کولى شي اؤ داشتهاري گرځول شوؤ 615ؤ ترهه گرو دنيولو لپاره يې 760 ملينه روپۍ بيلې کړي دي.

صوبه کې چارواکو دترهه گرۍ دمخنيوي يو نوى فورس قائم کړى دکوم ترمخه به چې اوؤ نوؤ دپوليسو تاڼو کې 1760 عسکر گمارلى شي، چارواکو په 12,00ؤ عسکرو مشتمل قانو نافذونکي 12 نوي يونټونه هم حساسو ضلعو کې تعينات کړي دي، دستاويزات په ډاگه کوي چې دزندانونو دسلامتۍ ځواک کې 1323 اضافي عسکر تعينات کړل شوي دي.

دخيبرپښتونخوا حکومت مرکز دفرنټئير کانسټيبلري د230ؤ پلاټونز دواپسۍ غوښتنه هم کړې ده، په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لړ کې دپښتونخوا حکومت درې ارډيننسونه جاري کړي اؤ ددې ترڅنگ يې داپيکس کميټۍ يوه غونډه هم ترسره کړې ده، صوبې داعلي تعليمي کميشن لاندې دفعاله پوهنتونونو اؤ اولسي څانگې دسلامتۍ ښه کولو لپاره دخزانې وزارت څخه څلور بلينه روپۍ هم غوښتي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG