لاس رسیدونکی لینک

ترهه گرو ته به دپټيدو ځايې نۀ ميلاويږي،نوازشريف


غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب خان عباسي ، دپنجاب ، سندهـ، خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان اعلي وزيران شهباز شريف، قائم علي شاه اؤ پرويز خټک موجود دي

دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره دعمل درامد لړ کې دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ غونډه وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې روانه ده.

په قومي ايکشن پلان دعمل درامد دجاج اخستو لړ کې دلوړې کچې غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل چې ترهه گرو ته به دپټيدو ځايې نۀ ترلاسه کيږي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ دجرړو ويستو لپاره قومي قيادت اؤ ټول قام ژمن دى.

نوازشريف وويل چې په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لپاره به ټولې وسيلې خرڅ کولى شي.

وزيراعظم وويل حکومت به نۀ يواځې دترهه گرو بلکې دهغوي دخواخوږو په ضد هم گامونه اخلي اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دتيروتنې گنجائش نشته ، حکومت ته به په هر قيمت برياليتوب ترلاسه کول وي.

هغه وويل دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه دحکومت په اراده شک نۀ دى پکار.

نواز شريف وويل ډير زر به پوځي عدالتونه جوړ کړى شي اؤ په دغو عدالتونو کې دمقدمو چليدل ديو عمل لاندې انتخاب کولى شي.

هغه وويل دترهه گرۍ دمخنيوي د ملي تگلارې ټولو گوندونو درايې په اتفاق سره منظوري ورکړې اؤ اوس وخت راغلى چې صوبې په ايکشن پلان ددې دروح مطابق عمل درامد وکړي.

وزيراعظم وويل وفاق به صوبو ته هر شان ملاتړ ورکوي.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړيدو اؤ په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لړ کې دنورو اخستل کيدونکو گامونو څخه هم دغونډې برخه وال خبر کړل.

دپوځ سرلښکر وزيراعظم برطانيې ته دخپل اوسني سفر لړ کې باور کې واخستو.

غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخيبرپښتونخوا گورنر سردار مهتاب خان عباسي ، دپنجاب ، سندهـ، خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان اعلي وزيران شهباز شريف، قائم علي شاه اؤ پرويز خټک موجود دي اؤ ددې ترڅنگ ددفاع وزير خواجه اصف، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان ترڅنگ نور لوړپوړي چارواکي هم موجود دي.

دسرکاري بيان ترمخه غونډه کې به هره صوبه کې دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره تر دې مهاله دشوي پرمختگ جاج اخستل کيږي اؤ په دغه منصوبه به هر وزيراعلي ته حال احوال تيرولى شي.

دغونډې دځينو برخه والو ترمخه په قومي ايکشن پلان دپنجاب اؤ خيبرپښتونخوا صوبو هڅې داطمينان وړ دي خو وزيراعظم ته په دغه پلان دعمل درامد تُندولو لپاره دسندهـ اؤ بلوچستان حکومتونو ته هم وينا پکار ده.

دپيښور دسانحې څخه وروستو دټولو پارليماني گوندونو دمشرانو غونډه کې دخپلې کړل شوې ترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلاره دعمل درامد لپاره اپيکس کميټۍ جوړې کړل شوي دکوم ترمخه به چې هر وزيراعلي ، صوبائي داخله وزير دپوځ دسرلښکر اؤ اړونده کورکمانډر سره ليدنې کوي اؤ په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لړ کې به دمربوطو هڅو جاج اخلي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دجنورۍ په لمړۍ اوونۍ کې دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف سره لاهور اؤ خيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک سره داپيکس کميټۍ غونډه کې ليدنې کړي دي اؤ دشورو په ورځ کيدونکې ليدنه کې به ټول اعلي وزيران وزيراعظم اؤ دپوځ سرلښکر په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لړ کې دشوي پرمختگ څخه خبروي.

دغونډې برخه والو ته به شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو ضرب عضب په اړه هم حال احوال تيرولى شي.

پوځي استازي به دغونډې گډون والو په ترهه گرو دتُندو مقدمو چلولو لپاره هيواد کې په جوړيدونکو٩ ؤ پوځي عدالتونو هم بريفنگ ورکوي، کوم چې تر ې مهاله لا فعاله نۀ دي.

XS
SM
MD
LG