لاس رسیدونکی لینک

سندهـ اسمبلي: دتحريک انصاف دغړو استعفا گانې منظور


دا استعفاگانې څو مياشتې وړاندې پيش کړل شوې وې اؤ دسندهـ اسمبلۍ سپيکر اغا سراج دراني نن منظوري کړي دي

په داسې حال کې پاکستان کې حکومت مخالفه گوند تحريک انصاف خپل احتجاج اودرولى دشورو په ورځ دسندهـ اسمبلۍ لمړۍ قانون سازه اداره ده چې پلازمينه اسلام اباد کې دپي ټي ائي دغړو له لوري دحکومت په ضد ددهرنې دعروج په مهال وړاندې کړل شوې استعفا گانې يې منظورې کړي دي.

دا استعفاگانې څو مياشتې وړاندې پيش کړل شوې وې اؤ دسندهـ اسمبلۍ سپيکر اغا سراج دراني نن منظوري کړي دي، دپي ټي ائي دکومو غړو استعفا گانې چې منظوري شوي په هغې کې سمرعلي خان، خرم شيرزمان، سيد حفيظ الدين اؤ سيما ضياء شامل دي.

دا استعفا گانې دستمبر په مياشت کې سپيکر سره جمع کړل شوې وې ، په دغه مياشت کې د٢٠١٣م انتخاباتو کې دشکمنې دهاندلۍ په ضد دعمران خان له لوري دنوازشريف دحکومت په ضد دهرنا اؤ احتجاج خپل عروج ته رسيدلى ؤ.

داسمبلۍ څخه بهر خبريالانو سره خبرو کې سپيکر دراني وويل” ( دپي ټي ائي داسمبلۍ غړو) رابطه ونۀ کړه اؤ ما نور انتظار نۀ شو کولى ځکه دهغوي استعفا گانې منظورې کړل شوي دي“

ددې پوښتنې په ځواب کې چې هرکله په قومي اسمبلۍ کې دغه شان استعفاگانې نۀ دي منظورې کړل شوي نو سندهـ اسمبلۍ کې ولې هغه استعفاگانې منظور کړې؟ دراني وويل دسندهـ اسمبلۍ دطريقه کار مطابق يې پريکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG