لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : بم چاؤدنه کې ديوې ښځې اؤ ماشوم په ګډون 8 کسان مړۀ


 دوالي وياند محمد علي احمدي دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته وويل چې دغه پيښه دغزني ولايت په جاغوړي ولايت کې رامينځته شوې ده.
دوالي وياند محمد علي احمدي دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته وويل چې دغه پيښه دغزني ولايت په جاغوړي ولايت کې رامينځته شوې ده.

چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان په يوه جنوبي سيمه کې دسړک دغاړې بم چاؤدنه کې ديوې ښځې اؤ ماشوم په گډون لږ ترلږه ٨ اولسي وگړي وژل شوي دي.

دوالي وياند محمد علي احمدي دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس ته وويل چې دغه پيښه دغزني ولايت په جاغوړي ولايت کې رامينځته شوې ده.

دا چاؤدنه څو اوونۍ وروستو له هغې رامينځته شوه چې دتيرکال اخره کې افغانستان کې دنيټو ځواکونو جنگي مشن پايې ته رسيدلى اؤ دهغوي کردار افغان پوځ ته دتربيې ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دهغوي ملاتړ پورې محدود شوى دى.

دوالي وياند وويل نن سحر شوې چاؤدنه کې ديوې ښځې اؤ يو ماشوم په گډون ٨ اولسي وگړي وژل شوي اؤ يوه ښځه اؤ يو ماشوم ژوبل شوي دي اؤ زياته يې کړه چې ژوبل ښځه اؤ ماشوم دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي دي.

دولايت دپوليسو مرستيال مشراسدالله روفي دپيښې په اړه وئيلي دي چې وژل شوؤ کې دڅلورو تعلق يوې کورنۍ سره دى.

دپيښې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې خو دبهرنو اؤ افغان پوځيانو دپه نخښه کولو لپاره دسړک دغاړې بمونه دطالبانو وسله گرځولى شي، خو په دغو چاؤدنو کې اکثره بې گناه اولسي وگړي په نخښه کيږي.

دملگرو ملتونو ترمخه ٢٠١٤م کې افغانستان کې داولسي وگړو مرگ ژوبله کې ريکارډ زياتوالى راغلى چې پکې دنومبر دمياشتې تراخره پورې ٣١٨٨ اولسي وگړي وژل شوي اؤ ٦٤٢٩ نور ژوبل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG