لاس رسیدونکی لینک

دپيښور دسانحې دڅلويښتمې په موقع پښتونخوا کې عامه رخصتي


صوبائي حکومت ددغه پيښې دڅلويښتمې ورځې په موقع صوبه کې دعامې رخصتۍ اعلان کړى اؤ دسرکاري اؤ شخصي ادارو ترڅنگ تعليمي ادارې هم تړل شوي دي.

پيښور کې تيره مياشت دطالبانو لخوا دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې دوژل شوؤ ماشومانو څلويښتمه دنهې په ورځ خيبرپښتونخوا صوبه کې په سرکاري کچه نمانځلى شي.

په 16م دسمبر،2014م کې 7 طالب جنگيالي دپيښور په ورسک روډ موقعيت لرونکي ارمي پبلک سکول ته ورننوتلي وؤ اؤ د130ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون يې 150 کسان وژلي وؤ.

صوبائي حکومت ددغه پيښې دڅلويښتمې ورځې په موقع صوبه کې دعامې رخصتۍ اعلان کړى اؤ دسرکاري اؤ شخصي ادارو ترڅنگ تعليمي ادارې هم تړل شوي دي.

دې لړ کې به مرکزي دستوره دپيښور وزيراعلي هاؤس کې ترسره کيږي چې پکې به دوژل شوؤ ماشومانو لپاره قران خواني کولى شي

صوبه کې دواکمن گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان هم دڅلويښتمې په موقع ددعا دستوره کې برخه اخلي اؤ ددې ترڅنگ دنورو سياسي گوندونو مشرانو ته هم دې لړ کې بلنه ورکړل شوې ده.

دصوبائي حکومت له لوري دعامې رخصتۍ داعلان څخه وروستو پيښور هائيکورټ کې هم عامه رخصتي ده اؤ دصوبې نور لانديني عدالتونه تړلي دي.

XS
SM
MD
LG