لاس رسیدونکی لینک

باجوړ: نښته کې دکيپټن په گډون 3 عسکر اؤ7 جنگيالي وژل شوي


ديو مقامي چارواکي وينا ده چې دافغان پولې ترڅنگ دباجوړ دسلارزۍ په بانډه سيمه کې دغرييزې سيمې ترهه گرو څخه دپاکولو لپاره پوځي عمليات روان وؤ چې په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمينځ سختې نښتې وشوې.

چارواکي وائي دگل په ورځ دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال درې عسکر اؤ ٧ جنگيالى وژل شوي دي.

ديو مقامي چارواکي وينا ده چې دافغان پولې ترڅنگ دباجوړ دسلارزۍ په بانډه سيمه کې دغرييزې سيمې ترهه گرو څخه دپاکولو لپاره پوځي عمليات روان وؤ چې په دغه مهال ددواړو خواؤ ترمينځ سختې نښتې وشوې.

يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې دغه چارواکي وويل چې” نښته کې دوه عسکر اؤ دپوځ يو کيپټن اؤ ٧ جنگيالي وژل شوي دي. “

چارواکي وويل چې سيمې نه دترهه گرو پاکولو لپاره دگل په ورځ وختي فرنټئير کور اؤ سيمه ييزو عسکرو کور په کور دلټونې عمليات پيل کړي وؤ

دنوم نۀ څرگندولو په شرط دغه چارواکي وويل چې غرمه مهال دترهه گرو يوې ډلې امنيتي ځواکونو حمله وکړه اؤ ددواړو خواؤ ترمينځ تر څو ساعتو نښتې دوام وموندو اؤ زياته يې کړه چې دلټونې عمليات په داسې حال کې روان دي چې په دمې دمې سره دډزو لړۍ اوس هم روانه ده.

پاکستان دهيواد بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دجنگيالو په ضد وروستو له هغې خپلو پوځي عملياتو کې تُندي راوسته چې تير کال په ١٦م دسمبر پاکستاني طالبانو دپوح په تابيا په چليدونکي يو سکول حمله وکړه اؤ د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون يې ١٥٠ کسان ووژل.

پوځ تيرکال دجون د١٥م نيټې څخه شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى اؤ ددې ترڅنگ يې شمالي وزيرستان نه دتښتيدلو جنگيالو په ضد وروستو داکتوبر مياشت کې خيبرايجنسۍ کې هم دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړل.

XS
SM
MD
LG