لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: په احمدي عبادت خانه دحملې د مجرم دتيزندي کولو امر


 دخالي په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت جج معاويه ته اووۀ ځله دمرگ سزا اؤ دوه ځله دعمري بند دسزا ورکولو امر کړى ، همدغه شان بل حمله کوونکي عبدالله ته يې دکم عمرۍ په وجه ٩ ځله دعمري بند سزا واروله.
دخالي په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت جج معاويه ته اووۀ ځله دمرگ سزا اؤ دوه ځله دعمري بند دسزا ورکولو امر کړى ، همدغه شان بل حمله کوونکي عبدالله ته يې دکم عمرۍ په وجه ٩ ځله دعمري بند سزا واروله.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت کال ٢٠١٠م کې داحمديانو په عبادت خانه حمله کې د ککړ يو بريد کوونکي دتيزندي کولو اؤ بل ته دعمري بند سزا اورولې ده.

دخالي په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت جج معاويه ته اووۀ ځله دمرگ سزا اؤ دوه ځله دعمري بند دسزا ورکولو امر کړى ، همدغه شان بل حمله کوونکي عبدالله ته يې دکم عمرۍ په وجه ٩ ځله دعمري بند سزا واروله.

داوريدنې په مهال ډپټي پراسيکيوټر وويل ملزمانو ٢٠١٠م کې داحمديانو په عبادت خانه هاغه وخت حمله کړې وه کله چې دغلته عبادت روان ؤ.

په ٢٨مه مال کال ٢٠١٠م کې دلاهور په دوؤ مختلفو سيمو ماډل ټاؤن اؤ گړهي شاهو کې داحمديانو په دوؤ عبادت خانو حملې شوې وې چې پکې نزدې ١٠٠ کسان وژل شوي اؤ د١٠٠ؤ نه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

ماډل ټاؤن کې په احمدي عبادت خانه دحملې دځوابي کارروايۍ په مهال ملزم عبدالله نيول شوى ؤ اؤ ملزم معاويه په زخمي حالت کې نيول شوى ؤ.

ملزم معاويه دزخمي کيدو په وجه دلاهور جناح هسپتال کې تر علاج لاندې پاتې شوى اؤ دغلته دهغه دخوشې کولو لپاره په هسپتال حمله هم شوې وه خو دحمله کوونکي کوشش ناکام کړل شوى ؤ.

دترهه گرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې په ٢٨م جون کال ٢٠١٠م کې ددواړو ملزمانو بدني ريمانډ ختم کړى اؤ هغوي په يې په جوډيشل ريمانډ جيل ته استولي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG