لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور : دقتل يو بل مجرم تيزندي کړے شو


 مجرم اکرام الحق لاهوري سحر وختي دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې دتيزندي کولو څخه دمخه دجيل لورى ته په غځيدلو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ خلکو ته دجيل په لوري دتللو اجازه نۀ وه.
مجرم اکرام الحق لاهوري سحر وختي دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې دتيزندي کولو څخه دمخه دجيل لورى ته په غځيدلو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ خلکو ته دجيل په لوري دتللو اجازه نۀ وه.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور په کوټ لکهپت زندان کې دقتل مجرم اکرام الحق لاهوري تيزندي کړل شوى دى.

مجرم اکرام الحق لاهوري سحر وختي دلاهور په کوټ لکهپت جيل کې دتيزندي کولو څخه دمخه دجيل لورى ته په غځيدلو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ اؤ خلکو ته دجيل په لوري دتللو اجازه نۀ وه.

له دې وړاندې تيره ورځ اکرام الحق لاهوري ته دخپلې کورنۍ غړو سره دليدنې اجازه ورکړل شوې وه.

اکرام الحق لاهوري ٢٠٠١ء کې جهنګ سيمه کې په يوه امام باړه کې نيئير عباس نومې تن وژلى ؤ دکوم په جرم کې چې هغه ته کال٢٠٠٤ دفيصل اباد دترهه ګرۍ دمخنيوي يو عدالت دمرګ سزا اورولې وه اؤ يوه اوونۍ دمخه په ٨مه جنورۍ دمجرم دتيزندي کولو تيارۍ شروع شوې وې، خو ددار په تخته دځړول کيدو څخه څو شيبې وړاندې ددواړو خواؤ ترمينځ دراضي نامې ديو مجسټريټ دوړاندې دپيش کيدو له امله دهغه تيزندي کول ځنډول شوي وؤ.خو دترهه ګرۍ دمخنيوي عدالت راضي نامه رد کړه.

په ١٦ دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو لخوا حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هيواد کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا ورکولو څخه بنديز پورته کړى ؤ.

ملگرو ملتونو اؤ اروپائي اتحاديې دپاکستان دحکومت له لوري دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو غندنه کړې اؤ دبيا بنديز لگولو غوښتنه يې کړې خو دپاکستان حکومت دريځ لري چې په دې اړه غيرمعمولي حالاتو کې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG