لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرو په ضد پرته له امتياز عمليات ترسره کوؤ، جنرل راحيل


 لندن کې دسټريټجک مطالعو نړيواله اداره کې دوينا په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل وويل چې(ضرب عضب اپريشن کې) دخوښې ډلې نشته اؤ هر قسمه ترهه گر په نخښه کولى شي.
لندن کې دسټريټجک مطالعو نړيواله اداره کې دوينا په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل وويل چې(ضرب عضب اپريشن کې) دخوښې ډلې نشته اؤ هر قسمه ترهه گر په نخښه کولى شي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې روانو پوځي عملياتو ضرب عضب کې پرمختگ روان دى اؤ دټولو ترهه گرو په ضد پرته له امتياز څخه کارروائي کولى شي.

دپاکستان پوځ دتيرکال په ١٥م جون قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکرات هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخسته، دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

لندن کې دسټريټجک مطالعو نړيواله اداره کې دوينا په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل وويل چې(ضرب عضب اپريشن کې) دخوښې ډلې نشته اؤ هر قسمه ترهه گر په نخښه کولى شي.

جنرل راحيل وويل چې افغانستان سره دپاکستان اړيکې په ښه کيدو دي اؤ دواړه هيوادونه دسيمې ثبات لپاره په گډه کار کوي.

جنرل راحيل وويل چې هيواد څخه دترهه گرۍ ختمولو لپاره دترهه گرۍ دمخنيوي په ملي تگلارې حکومت سره په گډه عمل درامد کولى شي.

دقومي ايکشن پلان په اړه جنرل راحيل وويل چې دا يو اوږدمهاله اؤ جامع کړنلاره ده اؤ حکومت په دې دعمل درامد لپاره هڅې کوي.

جنرل راحيل وويل پاکستان سيمه کې په درناوي اؤ وقار سره دامن غوښتونکى دى خو سيمه کې دتلپاتې امنيت دټينگښت لپاره دکشمير دستونزې هوارى ضروري دى.

هغه وويل برطانيې سره ټولنيزو اؤ امنيتي څانگو کې مرسته سيوا کيږي اؤ برطانيه دې دضرب عضب اپريشن له امله دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته په درناوي سره واپسۍ کې هم ملاتړ وکړي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف په درې ورځنۍ دوره لندن کې دى اؤ هغه دغلته دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون ترڅنگ مهمو سياسي اؤ عسکري مشرانو سره ليدنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG