لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې شپږ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي دغه حمله په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.
سرچينې وائي دغه حمله په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يوه حمله کې لږ ترلږه شپږ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وائي دغه حمله په شوال سيمه کې په يوه ودانۍ شوې چې پکې په ياده شوې ودانۍ دوه ميزائيلونه داغل شوي دي.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه حمله په داسې حال کې شوې چې دپاکستان پوځ هم سيمه کې دتيرکال دجون دمياشتې راهسې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په عملياتو بوخت دى.

پاکستان پخپله خاوره دډرون حملې دنړيوالو قوانينو اؤ ملي خپلواکۍ خلاف ورزي گرځوي خو امريکائي چارواکي وائي دغه حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG