لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مُلا فضل الله نړيوال ترهه گر وگرځول شو


 دنهې په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه مولانا فضل الله ترهه گرو ته مرسته ورکوي اؤ ترهه گرۍ ککړ دى.
دنهې په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه مولانا فضل الله ترهه گرو ته مرسته ورکوي اؤ ترهه گرۍ ککړ دى.

دامريکا خارجه محکمې دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله نړيوال ترهه گر گرځولى دى.

دې لړ کې دانتظامي حکم نامې نمبر13224 حواله ورکړل شوې دکومې تعلق چې په باضابطه توگه دځانگړو عالمي ترهه گرو گرځول کيدونکو سره دى.

دنهې په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه مولانا فضل الله ترهه گرو ته مرسته ورکوي اؤ ترهه گرۍ ککړ دى.

دبيان ترمخه دکوم امريکائي لخوا مُلا فضل الله سره په مالي لين دين به بنديز وي اؤ امريکا کې به دهغه ټول جائيداد اؤ مفادات کوم چې دامريکا په حدودو کې يا دامريکائي وگړو په واک کې وي هغه ټول به منجمد شي.

دډرون په يو بريد کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) دپخواني مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو کال ٢٠١٣م کې مُلا فضل الله دټي ټي پي مشر ټاکل شوى ؤ.

دامريکا خارجه محکمې په لمړي ستمبر کال ٢٠١٠ کې تحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) ترهه گريز تنظيم گرځولى ؤ.

دبيان ترمخه دفضل الله مشرۍ کې ټي ټي پي په ١٦م دسمبر ،٢٠١٤م کې دپاکستان پيښور ښار کې په سکول دشوې حملې ذمه واري په غاړه اخستې وه، دغه حمله کې ١٤٨ کسان وژل شوي وؤ چې پکې زياتره طالبعلمان وؤ.

دټي ټي پي دمشرۍ سمبالولو څخه دمخه فضل الله دعوه کوله چې ستمبر کال ٢٠١٣م کې دپاکستاني پوځ دميجر جنرل ثناء الله دوژنې پشا دهغه لاس ؤ اؤ ددې ترڅنگ کال ٢٠١٢م کې په ملالې يوسفزئ دسوات مينگوره سيمه کې دشوې حملې امر هم هغه کړى ؤ.

بيان کې وئيل شوي فضل الله جون کال ٢٠١٢م کې په هاغه حمله کې هم ککړ وؤ چې پکې د١٧ؤ پاکستاني پوځيانو څخه سرونه قلم کړل شوي وؤ، همدغه شان دطالبانو په ضد دجوړو شوؤ امن کميټو دمشرانو دقتلولو امر هم هغه کړى ؤ.

تيره اوونۍ دخيبرپښتونخوا حکومت دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکر اسلام دمشر منگل باغ دنيولو يا دهغوي دوژلو لپاره په معلوماتو ورکولو ديو کروړ روپو دانعام اعلان کړى ؤ

پاکستان دزياتې مودې راهسې تور لگوي چې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى خو له دې وړاندې افغان حکومت دريځ لرلى چې کوم بهرني ترهه گر ته پناه ورکول دترهه گرۍ په ضد دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG