لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دائي ايس ائي په دفتر دحملې په تور څلورو کسانو ته دمرگ سزا


څلورو بنديانو عبدالرحيم، سلمان، افضل اؤ ساجد ته دمرگ اؤ يو تن اعجاز ته د٢٥ؤ کلونو دبند سزا
څلورو بنديانو عبدالرحيم، سلمان، افضل اؤ ساجد ته دمرگ اؤ يو تن اعجاز ته د٢٥ؤ کلونو دبند سزا

کال ٢٠٠٩م کې دخفيه ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) په دفتر حمله کې دککړتيا په تور پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي يو عدالت څلورو بنديانو ته دمرگ اؤ يو ته د٢٥ؤ کلونو دبند سزا اورولې ده.

ملتان کې دترهه گرۍ دمخنيوي عدالت دائي ايس ائي په دفتر دحملې دمقدمې اوريدنه وکړه اؤ جج دفيصلې اورولو په مهال څلورو بنديانو عبدالرحيم، سلمان، افضل اؤ ساجد ته دمرگ اؤ يو تن اعجاز ته د٢٥ؤ کلونو دبند سزا واوروله.

کال ٢٠٠٩م کې ملتان کې دائي ايس ئي په دفتر وسله والو جنگيالو حمله کړې وه چې پکې دخفيه ادارې دفتر ته نقصان رسيدلى اؤ ١٥ کسان وژل شوي وؤ.

دطالبانو لخوا په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول د ١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژلو دذمه وارۍ قبلولو څخه وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ اعلان کړى ؤ.

له دې وړاندې دپاکستان پيپلز پارټۍ دحکومت په موده کې په تيزندۍ عمل درامد اودريدلى ؤ، کال ٢٠٠٨م نه تر کال ٢٠١٣م پورې يواځې دوه بنديان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ دغو دواړو بنديانو ته پوځي عدالتونو سزا ورکړې وه.

اروپائي اتحاديې، ملگرو ملتونو اؤ دبشري حقونو ډلې پاکستان کې دبنديانو په تيزندي کولو سختې نيوکې کړي اؤ حکومت څخه دمرگ په سزا دعمل درامد اودرولو غوښتنه کوي خودوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې په غيرمعمولي حالاتو کې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ ترڅنگ پاکستان کې دترهه گرۍ په اړه دمقدمو دتُندې اوريدنې لپاره پوځي عدالتونه هم جوړولى شي چې مشري به يې پوځي افسران کوي اؤ ددغه مقصد لپاره ائين کې بدلون شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG