لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوروستي ترهه گر تر خاتمې به په ارام نۀ کښينو، نوازشريف


 غونډه کې داخله وزير چوهدري نثار علي خان، اټارني جنرل، دپارليماني چارو په اړه دوزيراعظم مرستيال بيرسټر ظفرالله اؤ داخله سکتر شاهد خان برخه اخلي.
غونډه کې داخله وزير چوهدري نثار علي خان، اټارني جنرل، دپارليماني چارو په اړه دوزيراعظم مرستيال بيرسټر ظفرالله اؤ داخله سکتر شاهد خان برخه اخلي.

دپاکستان دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ اسلام اباد کې يوه مهمه غونډه روانه ده چې پکې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره په قومي ايکشن پلان تر دې مهاله دشوي پرمختگ جاج اخستل کيږي.

غونډه کې داخله وزير چوهدري نثار علي خان، اټارني جنرل، دپارليماني چارو په اړه دوزيراعظم مرستيال بيرسټر ظفرالله اؤ داخله سکتر شاهد خان برخه اخلي.

غونډې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل چې دپاکستان دخاورې څخه دترهه گرۍ ختمولو لپاره هغوي ټول ضروري گامونه اخلي ځکه چې ټولنه کې دترهه گرۍ يا ترهه گرو لپاره هيڅ ځايى نشته.

وزيراعظم وويل هيواد څخه دوروستي ترهه گر تر خاتمې به په ارام نۀ کښيني اؤ زياته يې کړه چې په قومي ايکشن پلان تُند عمل درامد هغه پخپله څارنه کوي.

په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې وروستو دسياسي گوندونو په مشوره دترهه گرۍ دمخنيوي قومي تگلاره جوړه کړل شوې وه اؤ ددغه تگلارې دبرخې په توگه پريکړه وشوه چې په شکمنو ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره به دپوځي افسرانو په مشرۍ هيواد کې پوځي عدالتونه جوړولى شي.

پوځي عدالتونو ته دائيني تحفظ ورکولو لپاره پارليمان د٢١م ائيني بدلون اؤ پاکستان ارمي ايکټ بدلون ٢٠١٥م منظوري ورکړې اؤ دپاکستان صدر ممنون حسين په ٢١م ائيني بدلون لاسليک هم کړى چې له دې وروستو دترهه گرۍ په اړه دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو جوړيدل دائين برخه جوړه شوې ده.

تيره اوونۍ دپاکستان پوځ هيواد کې د٩ؤ عدالتونو دجوړيدو اعلان کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG