لاس رسیدونکی لینک

حقاني نيټ ورک اؤ لشکرطيبه نړۍ لپاره خطره ده،جان کيري


چې دپيښور په سانحه دامريکا حکومت اؤ اولس ته تکليف رسيدلى اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به (پاکستان سره) دامريکا مرسته دوامداره وي

دامريکې خارجه وزير جان کيري وئيلي دي چې تندروه ډله حقاني نيټ ورک اؤ لشکر طيبه اؤ طالبان دپاکستان اؤ امريکا په گډون دټولې نړۍ لپاره خطره ده اؤ ترهه گر به يواځې ترهه گر گڼل وي.

پاکستان تيرکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي وؤ اؤ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې دټولو ترهه گرو په ضد پرته له امتياز څخه کارروائي کوي.

اسلام اباد کې دپاک امريکا اسټريټجک مذاکراتو څخه وروستو دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز سره گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وويل پاکستان ته په راتللو خوشحاله شوى اؤ زياته يې کړه چې اسټريټجک مذاکراتو سره به پاک امريکا ملگرتيا مضبوطه شي.

هغه وويل چې دپيښور په سانحه دامريکا حکومت اؤ اولس ته تکليف رسيدلى اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به (پاکستان سره) دامريکا مرسته دوامداره وي.

جان کيري وويل” د١٦م دسمبر حملې زمونږ شريکه اراده مضبوطه کړه، دامريکا اولس به دپاکستان خلکو سره اودريدل جاري ساتي خو ددواړو خواؤ له لوري ژمنې ته اړتيا ده.

دبهرنو چارو وزير وويل” ستاسو دبچو بې رحمانه قتل په امريکا کې هر وگړي اؤ هر موروپلار محسوس کړى دى“

کيري وويل هغه دټولو ترهه گرو اؤ ترهه گريزو ډلو دمخنيوي لپاره دوزيراعظم نواز شريف اؤ پاکستاني مرشانو لخوا دمضبوطې رايې داتفاق هرکلى کوي.

جان کيري وويل دترهه گرۍ په ضد دپاکستان گامونه دستائينې وړ دي ، ضرب عضب عملياتو کې پاکستان دترهه گرو په ضد مهم برياليتوبونه ترلاسه کړي،

ښاغلي کيري وويل پاکستان دتندلارو اؤ په ځانگړې توگه دحقاني نيټ ورک په ضد يو گران اپريشن شروع کړى اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې به امريکا دپاکستان مرسته دوامداره ساتي.

هغه وويل سيمې څخه دترهه گرۍ ختمولو لپاره امريکا پاکستان سره دژورې سلامتۍ دحصه دارۍ لپاره ژمنه ده.

هغه وويل امريکا پاکستان کې دسلامتۍ دگامونو تُندولو لپاره تياره ده اؤ پاکستان ته به قبائيلي سيمو کې دپرمختيا اؤ بحالۍ لپاره ٢٥ کروړه ډالر ورکوي اؤ ددې ترڅنگ به ٢٥ کروړه دکډوالو دواپسۍ لپاره هم ورکولى شي.

خارجه وزير وويل افغانستان کې دامريکا کردار که هر څو کم شوى خو ختم شوى نۀ دى، امريکا به افغان پوځ ته تربيت اؤ دسلامتۍ چارو کې مرسته ورکوي.

په پوله دپاک وهند له لوري اوسني تاؤتريخوالي ته په اشارې کولو سره هغه وويل دخپل مينځي اړيکو مخ په وړاندې بوتلل دپاکستان اؤ هند دواړو په گټه دي اؤ امريکا دپاکستان اؤ هند ترمينځ داړيکو دښه والي دگامونو ملاتړ کوي. “ ، جان کيري په دواړو خواؤ دستونزې دحل لپاره دسفارتي حل دلټولو غږ وکړو

سرتاج عزيز اؤ خارجه وزير جان کيري په دې خبره اتفاق کړى چې سيمه اؤ پاکستان کې ثبات لپاره افغانستان کې ثبات لازمي دى.

ښاغلي کيري وويل چې سرتاج عزيز سره افغانستان په اړه دبحث په مهال دواړو خواؤ دافغانستان دتلپاتې پرمختيا لپاره دنزدې څخه په کار کولو اتفاق کړى.

وويل چې امريکا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې پاکستان سره ولاړه ده اؤ زياته يې کړه چې دمذاکراتو په مهال سيمه کې دامن وامان په صورتحال خبرې اترې وشوې.

همدغه شان سرتاج عزيز وويل چې دافغانستان په صورتحال هم خبرې وشوې اؤ پاکستان په لا ئن اف کنټرول دهند له لوري په کيدونکو ډزو دتحفظاتو څرگندونه وکړه.

خارجه مشاور تور ولگولو چې هند په ورکنگ باؤنډرۍ اؤ لا ئن اف کنټرول تاؤتريخوالى دوامداره ساتلى اؤ زياته يې کړه چې دکشمير څخه پرته دپاک وهند خبرې نۀ شي کيدى.

هغه وويل پاکستان قبائيلي سيمو کې مربوط عمليات پيل کړي اؤ په لويديزه پوله يې دامنيت دټينگښت لپاره يو لک اويا زره پوځيان گمارلي دي.

XS
SM
MD
LG