لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې ٧ بنديان تيزندي کړى شول


دسکهر په سنټرل جيل ون کې سحر شپږ بجې ديو کالعدم تنظيم درې غړي محمد طلحه، خليل احمد اؤ شاهد حنيف په ٢٠٠١ کې ددفاع دوزارت دډائريکټر دقتلولو په جرم کې تيزندي کړل شوي دي.

دنهې په سحر دپاکستان په څلورو بيلا بيلو زندانونو کې دمرگ سزا موندونکي ٧ بنديان تيزندي کړل شوي دي

دسکهر په سنټرل جيل ون کې سحر شپږ بجې ديو کالعدم تنظيم درې غړي محمد طلحه، خليل احمد اؤ شاهد حنيف په ٢٠٠١ کې ددفاع دوزارت دډائريکټر دقتلولو په جرم کې تيزندي کړل شوي دي.

دکراچۍ سنټرل جيل کې بهرام خان نومې مجرم په کال ٢٠٠٣م کې دعدالت په احاطه کې ديو وکيل دوژلو له امله تيزندي کړل شوى.

همدغه شان دفيصل اباد ډسټرکټ جيل کې په پخواني پوځي صدر جنرل(ر) پرويز مشرف دحملې دوه نور مجرمان نواز علي اؤ مشتاق احمد هم تيزندي کړل شوي.، دراولپينډۍ اډياله جيل کې هم دمرگ سزا موندونکى بنديان ذوالفقار علي تيزندي کړل شوى دى.

دطالبانو لخوا په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول د ١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژلو دذمه وارۍ قبلولو څخه وروستو دپاکستان وزيراعظم نواز شريف هيواد کې دترهه گرو دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ اعلان کړى ؤ.

له دې وړاندې دپاکستان پيپلز پارټۍ دحکومت په موده کې په تيزندۍ عمل درامد اودريدلى ؤ، کال ٢٠٠٨م نه تر کال ٢٠١٣م پورې يواځې دوه بنديان تيزندي کړل شوي وؤ اؤ دغو دواړو بنديانو ته پوځي عدالتونو سزا ورکړې وه.

اروپائي اتحاديې، ملگرو ملتونو اؤ دبشري حقونو ډلې پاکستان کې دبنديانو په تيزندي کولو سختې نيوکې کړي اؤ حکومت څخه دمرگ په سزا دعمل درامد اودرولو غوښتنه کوي خودوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې په غيرمعمولي حالاتو کې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا ده.

دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ ترڅنگ پاکستان کې دترهه گرۍ په اړه دمقدمو دتُندې اوريدنې لپاره پوځي عدالتونه هم جوړولى شي چې مشري به يې پوځي افسران کوي اؤ ددغه مقصد لپاره ائين کې بدلون شوى دى.

XS
SM
MD
LG