لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس : داووۀ نيزې رسالې په دفتر حمله کې ١٢ کسان وژل شوي


 فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند وئيلي دي دې خبره کې څه شک نشته چې دا دترهه گرۍ پيښه ده، دعيني شاهدانو وينا ده چې هغوي دميگزين په دفتر دډزو غږونه اوريدلي دي.
فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند وئيلي دي دې خبره کې څه شک نشته چې دا دترهه گرۍ پيښه ده، دعيني شاهدانو وينا ده چې هغوي دميگزين په دفتر دډزو غږونه اوريدلي دي.

دفرانس پلازمينه پيرس کې چارواکي وائي دطنزومزاح دمشهورې رسالې چارلي هيبډو په دفتر دوسله والو لخوا شوې حمله کې ددوؤ پوليسو په گډون لږ ترلږه ١٢ کسان وژل شوي اؤ لس نور ژوبل شوي دي.

فرانسيسي ميډيا وائي دا حمله په ظاهره داسلامي شدت خوښو له لوري شوې ده.

چارلي هيبډو نومې رسالې په کال ٢٠١١ء کې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دسپکاوي خاکې پخپله سرپاڼه خپرې کړې وې اؤ له دې وروستو په دغه دفتر دفائر بمونو له لارې حمله هم شوې وه اؤ تيره اوونۍ دغه رسالې دتندروه ډلې داعش دخليفه ابوبکر البغدادي په اړه ټوئټ هم کړى ؤ.

فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند وئيلي دي دې خبره کې څه شک نشته چې دا دترهه گرۍ پيښه ده، دعيني شاهدانو وينا ده چې هغوي دميگزين په دفتر دډزو غږونه اوريدلي دي.

دپيرس پوليسو ښار اؤ خواؤشا سيمو کې دحمله کوونکو لټولو لپاره په لويه پيمانه کارروائي پيل کړې ده.

دخبري ادارې رائټر ترمخه دپوليسو دترجمان وينا ده چې ژوبلو کې دپينځوؤ حالت سخت دى.

يو مقامي ټي وي چينل دعيني شاهدانو له خُلې وئيلي چې دوؤ مخ پټو کسانو په خودکاره وسلو سره ودانۍ ته دداخليدو سره سم ډزې پيل کړي دي اؤ دډزو غږونه تر څو منټو پورې اوريدل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG