لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن : موټري بم چاؤدنه کې ٣٠ کسان وژل شوي


 دغه چاؤدنه دشورو په ورځ صنعاء کې په داسې حال کې رامينځته شوه چې ديادې شوې ودانۍ څخه بهر په ګڼ شمير کې خلک دپوليس ځواک کې شامليدو لپاره راټول شوي وؤ.
دغه چاؤدنه دشورو په ورځ صنعاء کې په داسې حال کې رامينځته شوه چې ديادې شوې ودانۍ څخه بهر په ګڼ شمير کې خلک دپوليس ځواک کې شامليدو لپاره راټول شوي وؤ.

امنيتي چارواکي وائي ديمن پلازمينه کې دپوليسو دکالج څخه بهر يوه موټري بم چاؤدنه شوې چې پکې ٣٠ کسان وژل شوي اؤ ٤٠ نور ژوبل شوي يد.

دغه چاؤدنه دشورو په ورځ صنعاء کې په داسې حال کې رامينځته شوه چې ديادې شوې ودانۍ څخه بهر په ګڼ شمير کې خلک دپوليس ځواک کې شامليدو لپاره راټول شوي وؤ.

ددې چاؤدنې ذمه واري په سمدستي توګه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

په کال ٢٠٠١ء کې دپخواني صدر علي عبدالله صالح دلرې کولو لپاره داحتجاجونو څخه راپديخوا يمن کې ناقراري خوره ده.

عيني شاهدان وائي چې دشورو په ورځ دترسره شوې چاؤدنې له امله په ځمکه ګڼ شمير کې مړي پراتۀ وؤ ، دميډيا راپورونه وائي چې يو ځانمرګي خپل ګاډى دهاغو طالب علمانو ترڅنګ چولى چې دټول هيواد څخه دپوليس ځواک کې بهرتي کيدو لپاره ټول هيواد څخه راغلي وؤ.

ځينې راپورونه دپوليسو له خُلې دمړو شمير ٤٠ اؤ دژوبلو ١٠٠ ښائي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG