لاس رسیدونکی لینک

وزيراعظم نواز شريف دبحرين په سفر


دخپل دغه سفر په مهال به وزيراعظم شاه حماد بن عيسي الخليفه اؤ وزيراعظم شيخ خليفه بن سلمان الخليفه سره ليدنې کوي،همدغه شان دبحرين گڼ وزيران به هم نواز شريف سره ويني.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ په دوه ورځنۍ دوره بحرين ته روان شو دى.

دخپل دغه سفر په مهال به وزيراعظم شاه حماد بن عيسي الخليفه اؤ وزيراعظم شيخ خليفه بن سلمان الخليفه سره ليدنې کوي،همدغه شان دبحرين گڼ وزيران به هم نواز شريف سره ويني.

بحرين ته دروانيدو څخه وړاندې يو بيان کې وزيراعظم نواز شريف باور څرگند کړى چې دهغه ددغه دورې سره به ددواړو هيوادونو ترمينځ خپل مينځي اړيکې اؤ په ځانگړې توگه دانرژۍ څانگه کې مرسته نوره هم ښه شي ، کومه چې به پاکستان لپاره دانرژۍ په بحران قابو موندلو کې ښه ثابته شي.

دوزيراعظم نواز شريف بحرين ته ددغه سفر په مهال به دواړه خواوې دانرژۍ، دفاع اؤ په نورو بيلا بيلو څانگو کې ددوه اړخيزه اړيکو په ښه کولو هم غور کيږي

XS
SM
MD
LG