لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا حکومت دمُلا فضل الله پسر ديو کروړ روپو انعام ويستى


” صوبائي حکومت دټي ټي پي دمشر مُلا فضل الله دنيولو يا وژلو په لوري دلارښوونې کولو په هر شان معلوماتو يا مرستې دلسو ملينو روپو انعام مقرر کړى دى“
” صوبائي حکومت دټي ټي پي دمشر مُلا فضل الله دنيولو يا وژلو په لوري دلارښوونې کولو په هر شان معلوماتو يا مرستې دلسو ملينو روپو انعام مقرر کړى دى“

چارواکي وائي دخيبرپښتونخوا حکومت دگل په ورځ دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ خيبرايجنسۍ کې دفعاله تندروه ډلې لشکر اسلام دمشر منگل باغ دنيولو يا دهغوي دوژلو لپاره په معلوماتو ورکولو ديو کروړ روپو دانعام اعلان کړى دى.

دخيبرپښتونخوا حکومت يو لوړپوړي چارواکي په دغه اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل صوبائي حکومت دټي ټي پي دمشر مُلا فضل الله دنيولو يا وژلو په لوري دلارښوونې کولو په هر شان معلوماتو يا مرستې دلسو ملينو روپو انعام مقرر کړى دى

هغه وويل چې دخيبرپښتونخوا حکومت د615ؤ ترهه گرو يو فهرست تيار کړى اؤ دهغوي پسر يې په مجموعي توگه 760 ملينه روپۍ بيلې کړي دي.

دې فهرست کې دمُلا فضل الله اؤ تندروه کمانډر منگل باغ په گډون دصوبې د٢٢ؤ ضلعو اؤ پيوست قبائيلي سيمو سره دتعلق لرونکو خطرناکو ترهه گرو نومونه شامل کړل شوي دي.

ددغه فهرست ترمخه پوليسو ته په مختلفو جرمونو کې دمطلوبو د213ؤ تندلارو اؤ اشتهاري مجرمانو تعلق پيښور، د59ؤ سوات، د46ؤ کوهاټ اؤ ډي ائي خان اؤ د31ؤ تعلق دبره دير ضلعې ،د26ؤ مردان ضلعې، د25ؤ چارسدې، د20ؤ نوښار اؤ بونير، د18ؤ بنو، د15ؤ لکي مروت، هنگو، کوز دير، د8ؤ مانسهرې، د7ؤ کوهستان، د5ؤ هري پور، د4ؤ بټگرام، د3ؤ ايبټ اباد اؤ ددوؤ شانگلې اؤ چترال ضلعو سره دى، چارواکي وائي چې ددغو ورانکارو پسرونو ويستل شوى انعام .5ؤ ملينو اؤ ١٠ؤ ترمينځ دى.

پاکستان دزياتې مودې راهسې تور لگوي چې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى خو له دې وړاندې افغان حکومت دريځ لرلى چې کوم بهرني ترهه گر ته پناه ورکول دترهه گرۍ په ضد دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

دوه اوونۍ دمخه دافغانستان دپوځ مشر اؤ افغانستان کې دايساف کماندر دپاکستان راولپينډۍ ښار کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې وه اؤ دميډيا راپورونو ترمخه هغه ته يې افغانستان کې دپټو پاکستاني جنگيالو په ضد دگامونو اخستو باور ورکړى ؤ.

همدغه شان دخيبرپښونخوا وزيراعلي پرويز خټک هم په ډاگه کړې وه چې دپوځ سرلښکر اؤ ډي جي ائي ايس ائي دافغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر ته دافغانستان خاورې څخه پاکستان کې دکيدونکې ترهه گرۍ په اړه مهم معلومات ورکړي اؤ ددغو معلوماتو رڼا کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په گډون افغان خاوره کې دپټو طالبانو دمشرانو په ضد افغان حکومت دکوټلې کارروايۍ باور ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG