لاس رسیدونکی لینک

خيبرايجنسۍ کې د٣١ؤ ترهه گرو دوژلو دعوه


دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دخيبرايجنسۍد لرې پرته سيمې تيراه په کوکي خيل کې تازه فضائي کارروايۍ شوې چې پکې ٣١ ترهه گر وژل شوي اؤ وژل شوؤ کې گڼ خودکش حمله کوونکي هم شامل دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې د٣١ؤ جنگيالو دوژلو دعوه شوې ده.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه دخيبرايجنسۍد لرې پرته سيمې تيراه په کوکي خيل کې تازه فضائي کارروايۍ شوې چې پکې ٣١ ترهه گر وژل شوي اؤ وژل شوؤ کې گڼ خودکش حمله کوونکي هم شامل دي.

دپوځ دوياند ترمخه دپاک فضائيې جيټ الوتکو تيراه کې دترهه گرو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې له امله يې سيمه کې دخودکش حمله کوونکو دتربيتي مرکز په شمول دهغوي څلور ځالې هم تباه شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې دتيرکال داکتوبر دمياشتې څخه دپوځ له لوري دتندلارو په ضد عمليات روان دي اؤ دغو عملياتو کې تيره مياشت پيښور کې په ارمي پبلک سکول دحملې وروستو تُندي راغلې چې پکې دپوځ له لوري دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په پخلى نۀ شي کيدى.

XS
SM
MD
LG