لاس رسیدونکی لینک

دترهه گرۍ جرړې به وباسو،جنرل راحيل


دپاکستاني پوځ دوياند ترمخه په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لپاره څلورو واړو صوبو کې په لوړپوړو پوځي اؤ غيرپوځي عهديدارانو مشتمل اپيکس کميټۍ جوړې کړل شوي چې مقصد يې دپوځ اؤ حکومت ترمينځ هم اهنگي پيدا کول دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وئيلي دي دترهه گرۍ په ضد دجگړې گټلو لپاره به ټول قام ته خپل کردار ادا کول وي اؤ زياته کړې يې ده چې هغوي به په هر قيمت دترهه گرۍ جرړې وباسي.

دپاکستاني پوځ دوياند ترمخه په قومي ايکشن پلان دعمل درامد لپاره څلورو واړو صوبو کې په لوړپوړو پوځي اؤ غيرپوځي عهديدارانو مشتمل اپيکس کميټۍ جوړې کړل شوي چې مقصد يې دپوځ اؤ حکومت ترمينځ هم اهنگي پيدا کول دي.

دې لړ کې دپنجاب اپيکس کميټۍ غونډه کورهيډکوارټر لاهور کې وشوه چې پکې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرل رضوان اختر اؤ دټول پنجاب کورکمانډرانو گډون وکړو، غونډه کې دامن وامان په صورتحال اؤ په نيشنل ايکشن پلان دعمل درامد لړ کې غور وشو.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف ووويل دټولو انټلي جنس اؤ قانون نافذونکو ادارو ترمينځ هم اهنگي دترهه په ضد دکاميابۍ چابي ده اؤ زياته يې کړه چې داولس، انټلي جنس اؤ امنيتي ځواکونو په کوششونو سره ترهه گري ختميدى شي.

دپوځ سرلښکر صوبائي حکومتونو ته په چټک عدالتي کارروايۍ کې دهرې ممکنه مرستې باور ورکړو اؤ وې وئيل چې تيره ورځ اسلام اباد کې ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې دترهه گرۍ خاتمې لپاره به دقومي قيادت ژمنه دطاقت لامل وي اؤ دترهه گرۍ په ضد دجگړې گټلو لپاره به ټول قام ته خپل کردار ادا کول وي.

غونډه کې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف وويل چې خپلې صوبې څخه يې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو پخه اراده کړې اؤ زياته يې کړه چې دگډ امنيتي پلان له لارې ترهه گري ختميدى شي اؤ دترهه گرۍ ختمولو لپاره هغوي دپاکستاني پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG