لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ په سياست دانانو پوځي عدالتونو لپاره فشار نۀ اچولى،چوهدري نثار


 اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دخطاب په وخت چوهدري نثار علي خان وويل چې پوځي عدالتونه به داولسي وگړو، سياست دانانو اؤ صحافيانو په ضد نۀ استعماليږي ، ددې عدالتونو لپاره پوځ په سياست دانانو هيڅ رقم فشار نۀ دى اچولى اؤ دپوځي عدالتونو مطالب دهيواد په عدالتي نظام بې باوري هم نۀ ده.
اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دخطاب په وخت چوهدري نثار علي خان وويل چې پوځي عدالتونه به داولسي وگړو، سياست دانانو اؤ صحافيانو په ضد نۀ استعماليږي ، ددې عدالتونو لپاره پوځ په سياست دانانو هيڅ رقم فشار نۀ دى اچولى اؤ دپوځي عدالتونو مطالب دهيواد په عدالتي نظام بې باوري هم نۀ ده.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دخالي په ورځ وئيلي دي چې هيواد کې دپوځي عدالتونو جوړولو لپاره پوځ په سياست دانانو فشار نۀ دى اچولى اؤ واضحه کړې يې ده چې دغو عدالتونو کې به يواځې په ترهه گرو مقدمې چلولى شي.

اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دخطاب په وخت چوهدري نثار علي خان وويل چې پوځي عدالتونه به داولسي وگړو، سياست دانانو اؤ صحافيانو په ضد نۀ استعماليږي ، ددې عدالتونو لپاره پوځ په سياست دانانو هيڅ رقم فشار نۀ دى اچولى اؤ دپوځي عدالتونو مطالب دهيواد په عدالتي نظام بې باوري هم نۀ ده.

هغه وويل دترهه گرۍ دمخنيوي ملي تگلاره په سمه توگه رپورټ شوې نۀ ده ، پوځي عدالتونه يواځې ددې برخه ده اؤ پوځي عدالتونه به دکوم سياست دان، مدرسې، کاروباريانو، صحافيانو اؤ عامو وگړو په ضد نۀ استعماليږي اؤ نۀ هم ددې مقصد دهيواد په عدالتي نظام بې باوري ده بلکې دهيواد عدالتي نظام به اولس ته انصاف ورکوي.

هغه وويل دپوځي عدالتونو مطلب دا نۀ دى چې دغلته چې څوک هم ورځي هغه به تيزندي کولى شي بلکې هلته به ملزمانو ته دخپلې صفايۍ مکمل موقع ورکولى شي اؤ ډير خلک پوځي عدالتونو څخه هم دثبوت دنشتوالي په اساس خوشې شوي دي.

دکورنو چارو وزير سپيناوى وکړو چې پوځي عدالتونه دبنيادي قانون لاندې کار کوي ، دا عدالتونه يواځې دهاغو ترهه گرو په ضد دي څوک چې زمونږپه جوماتونو، بازارونو، ښځو اؤ ماشومانو حملې کوي

دکورنو چارو وزير وويل ترهه گرو زمونږ دپوځيانو اؤ اولسي وگړو مرۍ پرې کړي اؤ په هغې يې فټ بال کړى، دهغوي دا بربريت بدترين باب دى کوم چې داولس په وړاندې دى

داخله وزير وويل ټول گوندونه دترهه گرۍ خاتمې لپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو متفق دي دارمي ايکټ لاندې به يواځې درياست په ضد دجنگيدو خلاف کارروائي کيږي.

هغه وويل کله چې ترهه گر ونيول شي نو هغوي دوکيلانو، ججانو اؤ دهغوي بچو ته دړکې کوي.

نثار وويل دا وخت هغوي دجنگ دصورتحال سره مخ دي اؤ کله چې هيواد په دغسې صورتحال کې وي نو هلته دغه شان گامونه هم اخستل کيږي ځکه چې دنائن اليون څخه وروستو امريکا کې هم دسپريم کورټ په منظورۍ ملټري ټربيونل جوړل کړل شوي ، ځکه نو هيواد کې دپوځي عدالتونو جوړول کومه ناوياته عمل نۀ دى.

چوهدري نثار وويل ټول گونديز کانفرنس کې چې په کومو نکتو اتفاق شوى هغه ډير اهم دي اؤ په نيشنل ايکشن پلان به هم تُندۍ سره عمل کيږي اؤ داتلسم ترميم لاندې دامن وامان زياتره ذمه وارۍ صوبو ته سپارل شوي ځکه نو صوبه ته به هم خپل کردار ادا کول وي.

هغه وويل په کورنۍ اؤ بهرنۍ سلامتۍ دوفاق ذمه واري يواځې داستخباراتي معلوماتو دويشلو ده چې پکې دتير يو نيم کال راهسې ډير ښه والى راغلى، انټلي جنس ادارو په کراچۍ، واهگه اؤ ارمي پبلک سکول دحملو اطلاع څو مياشتې وړاندې ورکړې وه اؤ دغه اطلاعاتو څو صوبو پورې رسول شوي وؤ ځکه نو دغو حملو ته دې دانټلي جنس ناکامي نۀ وئيل کيږي.

چوهدري نثار وويل صوبو کې چې هم کومې پيښې رامينځته کيږي هغه هم په وفاق اچول کيږي اؤ دچاچې ذمه واري هغوي ته بيخي احساس نۀ وي، صوبو ته به هم دخپلو ذمه وارو احساس کول وي اؤ که چرې راتلونکي کې چا دتيښتې دلارې خپلولو لپاره په پوځ، وفاق يا په داخله وزارت تور ولگولو نو ددې ځواب به ورکولى شي.

هغه وويل چې قومي ايکشن پلان کې دائين ترمخه بنيادي کردار دصوبو دى اؤ ددې دمضبوطولو لپاره يوه دلوړې کچې کميټي جوړه کړل شوې کومه چې به دوزيرعلي په څارنه کې وي خو گڼې صوبې دې کميټو سره ليدنې نۀ کوي.

چوهدري نثار وويل هغوي ته په دوؤ کلونو کې خپل هدفونه ترلاسه کول دي اؤ ځکه ټول پام دې لوري ته راگرځول پکار دي اؤ اى پي سي کې هم له دې امله راتلونکو دوؤ کلونو پورې دغيراعلانيه نيشنل سيکورټي دايمرجنسي لگولو تجويز ورکړل شوى ځکه چې که ملک کې امن وي نو ملک به ترقي کوي اؤ که چرې دسلامتۍ صورتحال هم دغسې وي نو هغوي به خپل هدف ترلاسه نۀ کړل شي.

چوهدري نثار وويل چې دترهه گرو په ضد به کوڅو اؤ محلو کې هم کارروائي کيږي ځکه چې دغه خلک زمونږ دننه اوسيږي ځکه هغه دهوټلونو دڅارنې وينا هم کړې وه خو دهغه خبرې ته زيات ارزښت ورنۀ کړل شو اؤ دعوه يې وکړه چې څو مياشتې وړاندې هم ديو هوټل دمالک په وينا دترهه گرو په ضد يوه کاميابي کارروائي شوې وه ځکه ددې جنگ گټلو لپاره به ټولو ته متحرک کيدل وي

دکورنو چارو وزير د ټول گونديز کانفرنس دنکتو په تکرارولو سره اولسي وگړو ته اپيل وکړو چې هغوي دې خپلو محلو، کوڅو، سکولونو اؤ جوماتونو کې دشکمنو کسانو په ليدلو سره په 1717 هيلپ لا ئن اطلاع ورکړي.

هغه وويل چې دمدرسو په اړه زياتې غلط فهمۍ خورې کړل شوې خو مدرسې تر لرې لرې دترهه گرۍ سره تعلق نۀ لري اؤ اکثره مدرسې مثبت کردار ادا کوي اؤ کومې مدرسې چې دترهه گرو خوندي ځالې جوړې شوي يا دهغوي مرسته کوي دهغوي په ضد به دثبوت په اساس دمدرسو دتنظيمونو په باور کې داخستو سره کارروائي کولى شي.

چوهدري نثار وويل افغانستان کې اوسيدونکي افغان کډوال دهغوي وروڼه دي اؤ هغوي په مجموعي توگه پرامنه دي خو دهغوي په جامه کې ځينې خلک دهغوي غلط استعمال کوي اؤ هغوي دترهه گرۍ لپاره کاروي.

مونږ ته دپرامنه افغان مهاجرينو څخه هيڅ مسئله نشته خو دهغوي دغلط استعمال کوونکو په ضد به کارروائي کيږي.

چوهدري نثار وويل اسلام اباد کې عمليات وکړى شول چې پکې داسې خلک هم ونيول شول چې تعلق يې نۀ يواځې دا چې عسکري ډلو سره بلکې غيرملکي ايجنسو سره هم ؤ اؤ اوس دصوبائي حکومتونو ذمه وارو کې دا خبره اچول شوې هغوي دې هم روزانه په دې طرز عمليات وکړي.

هغه وويل مونږ ته به سختې فيصلې کول وي، اوس به هر چاته خپله ذمه واري پوره کول وي، ځکه چې دا مسئله يواځې دتقريرونو اؤ هنگامي بيانونو نۀ ده، دترهه گرۍ خاتمه کوم اسان کار نۀ دى چې په يوه ورځ يا يوه اوونۍ کې ختم کړل شي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG