لاس رسیدونکی لینک

دتندروه ډلو دودې ټولې لارې وتړل شوې،خواجه اصف


ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل ترهه گرو ته دسمدستي اؤ سختو سزاگانو ورکولو لپاره قومي اسمبلۍ ته په وړاندې کړل شوؤ نوؤ بدلونونو دټول سياسي اؤ عسکري قيادت اتفاق موجود دى

دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دتندروه تنظيمونو دودې ټولې لارې تړل شوي ، دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل دسياسي اؤ عسکري قيادت ترمينځ درايې مثالي اتفاق موندل کيږي اؤ ددې غوره نتيجې مخې ته راځي.

دخالي په ورځ پارليمنټ هاؤس کې ميډيا سره خبرو کې ددفاع وزير وويل ترهه گرو ته دسمدستي اؤ سختو سزاگانو ورکولو لپاره قومي اسمبلۍ ته په وړاندې کړل شوؤ نوؤ بدلونونو دټول سياسي اؤ عسکري قيادت اتفاق موجود دى کومې سره چې به راتلونکي وخت کې مرسته وشي.

بل لوري ته دپاکستان درياستونو اؤ سرحدي سيمو وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ وئيلي دي چې ٢١م ائيني بدلون دترهه گرۍ مخنيوي لپاره مهم پرمختگ دى.

دخالي په ورځ پارليمنټ هاؤس کې ميډيا سره خبرو کې عبدالقادر بلوچ وئيلي دي چې دترهه گرو خپل انجام ته رسولو لپاره دهغوي دمقدمو په تُندۍ سره اوريدو ته اړتيا ده اؤ دې لړ کې دځانگړو عدالتونو څخه غوره بله يوه لاره هم نشته.

پاکستان کې دټولو پارليماني گوندونو ترمينځ په ترهه گرو دمقدمو چلولولپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو اتفاق ته درسيدو وروستو نن دخالي په ورځ د1973ء ائين کې د٢١م بدلون بل 2015اؤ دپاکستان ارمي دبدلون بل 2015 دپاکستان قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي دي.

دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه دپاکستان په ضد جگړه کوونکو، په پوځ حمله کوونکو، دتاوان لپاره دتښتونو مجرمان، غيرقانوني هلو ځلو کې ککړو کسانو سره مالي مرسته کوونکو، دمذهب په نوم وسله پورته کوونکو، په پوځي اؤ غيرپوځي تنصيباتو حمله کوونکو، چاؤديدونکي مواد ساتونکو يا وړونکو راوړونکو ته به دارمي ايکټ لاندې سزا ورکړل کيدى شي.

XS
SM
MD
LG