لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د٢١ ائيني بدلون اؤ ارمي ايکټ کې دبدلون بل اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي


 دسپيکر اياز صادق په مشرۍ چې کله دايوان کارروائي پيل شوه نو ائين کې د٢١م دبدلون اؤ ارمي ايکټ 1952ء کې دبدلون بل دپاکستان دقانون، انصاف ، اطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وړاندې کړل
دسپيکر اياز صادق په مشرۍ چې کله دايوان کارروائي پيل شوه نو ائين کې د٢١م دبدلون اؤ ارمي ايکټ 1952ء کې دبدلون بل دپاکستان دقانون، انصاف ، اطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وړاندې کړل

پاکستان کې دټولو پارليماني گوندونو ترمينځ په ترهه گرو دمقدمو چلولولپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو اتفاق ته درسيدو وروستو نن دخالي په ورځ د1973ء ائين کې د٢١م بدلون بل 2015اؤ دپاکستان ارمي دبدلون بل 2015 دپاکستان قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړل شوي دي.

دسپيکر اياز صادق په مشرۍ چې کله دايوان کارروائي پيل شوه نو ائين کې د٢١م دبدلون اؤ ارمي ايکټ 1952ء کې دبدلون بل دپاکستان دقانون، انصاف ، اطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وړاندې کړل ،په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف هم ايوان کې موجود ؤ.

دبل دوړاندې کيدو څخه سمدستي وروستو داسمبلۍ غونډه ٥مې جنورۍ پورې ځنډول شوې ده.

ائين کې دبدلون لپاره د342ؤ اسمبلۍ دغړو څخه لږ ترلږه 228ؤ ته ووټونو ته اړتيا ده، واکمن گوند مسلم ليگ(ن) د342ؤ غړو ايوان کې 189 چوکۍ لري ، دپي پي پي دچوکو شمير46 ،دايم کيو ايم24، دجى يو ائي(ف) ١٣ اؤ دپي ټي ائي 33 دى چې پکې دهغوي پينځه مرور غړي هم شامل دي، همدغه شان جماعت اسلامي اؤ پښتونخوا ملي عوامي پارټي هم ايوان کې څلور،څلور چوکۍ لري،همدغه شان داى اين پي دچوکو شمير دوه دى.

دپاکستان دسرکاري ټي وي ترمخه دپاکستان په ضد جگړه کوونکو، په پوځ حمله کوونکو، دتاوان لپاره دتښتونو مجرمان، غيرقانوني هلو ځلو کې ککړو کسانو سره مالي مرسته کوونکو، دمذهب په نوم وسله پورته کوونکو، په پوځي اؤ غيرپوځي تنصيباتو حمله کوونکو، چاؤديدونکي مواد ساتونکو يا وړونکو راوړونکو ته به دارمي ايکټ لاندې سزا ورکړل کيدى شي.

له دې وړاندې دجمعې په ورځ دوزيراعظم نواز شريف مشرۍ کې اسلام اباد ترسره شوي ټول گونديز کانفرنس کې هيواد کې دپوځي عدالتونو جوړولو لپاره ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون اتفاق شوى ؤ.

په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو له لوري دخونړۍ حملې وروستو هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړولو پريکړه شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG