لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دائيرايشياء الوتکې دوه نور مړي ترلاسه شوي


 دتير اتوار په ورځ دانډونيشياء څخه سنگا پورته تلونکې الوتکه ناڅاپي ورکه شوې وه چې ځينې برخې يې دنهې په ورځ دجزيره بورينو سره نزدې بحيره جاوا نه ترله شوې وې.
دتير اتوار په ورځ دانډونيشياء څخه سنگا پورته تلونکې الوتکه ناڅاپي ورکه شوې وه چې ځينې برخې يې دنهې په ورځ دجزيره بورينو سره نزدې بحيره جاوا نه ترله شوې وې.

دائيرايشياء سمندر کې پريوتې اؤ دتباه شوې الوتکې ځينې ملبه اؤ دنورو دوؤ مسافرو مړي دجمعې په ورځ ترلاسه شوي چې له دې وروستو تر دې مهاله دترلاسه شوؤ مړو شمير لسو ته رسيدلى دى.

دتير اتوار په ورځ دانډونيشياء څخه سنگا پورته تلونکې الوتکه ناڅاپي ورکه شوې وه چې ځينې برخې يې دنهې په ورځ دجزيره بورينو سره نزدې بحيره جاوا نه ترله شوې وې.

دغه الوتکه کې دعملې په گډون ١٦٢ کسان سوارۀ وؤ اؤ دهغوي څخه څوک هم ژوندي نۀ دي پاتې شوي.

داتوار دورځې راهسې دالوتکې اؤ پکې دناستو مسافرو لټون پيل کړل شوى ؤ چې پکې تر دې مهاله بيلا بيل هيوادونه برخه اخلي، دخراب موسم په وجه دلټې دغه عمل څو کرته ځنډول شوى هم دى.

دموسمياتو دمحکمې ترمخه دسختو بارانونو لړۍ به راتلونکي اتوار پورې روانه وي.

دامريکا اوومې بحري بيړي دجمې په ورځ اعلان کړى چې دالوتکې دلټې سيمې ته خپل يو بل سمندري جهاز روان کړى.

لويديزه جاوا کې چارواکو دزيارت په ورځ وئيلي وؤ چې تر ترلاسه شوؤ مړو کې ديو تن پيژندگلو شوې اؤ دغه دښځينه فضائي کوربنې مړى ؤ.

دحياتي لفياح حامد پيژندگلو دهغې دگوتو دنخښانونو څخه شوې وه اؤ بيا يې مړى وارثانو ته سپارل شوى ؤ.

هيله کيي چې دگڼو کسانو مړي دجهاز ډهانچه کې موجود کيدى شي ځکه چې ځينې عهديداران دخپلو اندازو نه وائي چې پائيلټ به الوتکه سمندر کې کوزه کړي وي اؤ له دې وروستو به ډوبه شوي وي.

دبې درکه کيدو څخه دمخه پائيلټ ائيرټريفک کنټرول څخه دالوتکې مقرر لوړوالي څخه دپورته کيدو اجازه غوښتې وه ترڅو هغه دخراب موسم څخه ځان وژغوري خو هغه ته په دې وئيلو سره اجازه نۀ وه ورکړل شوې چې سيمه کې گڼې نورې الوتکې الوت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG