لاس رسیدونکی لینک

په افغان پوځ اؤ پوليسو دهيواد ددفاع غږ


” غواړم چې افغان قام ته په دې خبره مبارکي ورکړم چې نن زمونږ امنيتي ځواکونه دهيواد په دفاع کې بريالي شوي اؤ دبشپړې سلامتۍ ذمه وارۍ قبلوي“

په داسې حال کې چې دطالبانو اؤ فغان ځواکونو ترمينځ دجگړې په مهال فائر شوى يو راکټ دوادۀ په کور دلگيدو له امله ٢٦ کسان وژل شوي دافغانستان صدر اشرف غني تيره ورځ په افغان پوځ اؤ پوليسو غږ کړى چې دطالبانو په ضد دې دهيواد دفاع وکړي.

دزيارت په ورځ افغانستان درخصتيدونکو بهرنو جنگي ځواکونو څخه په بشپړه توگه دسلامتۍ ذمه وارۍ سمبال کړي دي اؤ ددې سره دطالب ياغيانو په ضد جگړه کې دافغانستان د350,000 عسکرو يو نوى ازميښت شروع شوى دى.

افغانستان کې دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځوکونو ديارلس کله دمخه پيل کړل شوى خپل هاغه مشن ختم کړى چې په ٢٠٠١ء کې يې هم په دغه کال په يوولسم ستمبر په امريکائي ښارونو دحملو منصوبه سازانو ته دپناه ورکولو وروستو دطالبانو دحکومت دتختې اړولو سره پيل کړى ؤ اؤ اوس به د١٠ؤ زرو څخه زيات بهرني عسکر چې پکې به زياتره امريکايان وي افغانستان کې په بنيادي توگه افغان ځواکونو ته تربيت اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دهغوي مرسته کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم دسخت ياغيتوب دستونزې سره مخ دى افغان صدر اشرف غني دسلامتۍ دذمه وارو دسپارلو دستورې ته په وينا کې وويل چې افغان ځواکونه به اوس دهيواد دسلامتۍ لپاره مسؤل وي.

دهغه وينا وه” غواړم چې افغان قام ته په دې خبره مبارکي ورکړم چې نن زمونږ امنيتي ځواکونه دهيواد په دفاع کې بريالي شوي اؤ دبشپړې سلامتۍ ذمه وارۍ قبلوي“

هغه وويل” تيرو ١٣ؤ کلونو کې سيمه اؤ نړۍ کې دستونزو له امله دا سلامتي يوه گډه ذمه واري وه، خو اوس ددې تعلق يواځې افغانانو سره دى، خو مونږ يواځې نۀ يو، مونږ خپل ائتلافيان لرو، مونږ به شريکه کار ته دوام ورکوؤ“

افغانستان کې دنيټو دجنگي مشن پايې ته رسيدو سره سم طالبانو دخپلې گټې دعوه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هيواد څخه دټولو بهرنو ځواکونو دوتلو څخه دمخه هيڅ قسمه امن مذاکرات نۀ شي کيدى.

دملگرو ملتونو ترمخه تيرکال افغانستان کې په لويې شمير کې اولسي وگړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ چې شمير يې ١٠ؤ زرو ته رسيږي اؤ دې کې د٧٥ؤ فيصده مرگ ژوبلې ذمه وار طالبان گرځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG