لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد کې دپارليماني گوندونو دسياسي مشرانو غونډه کيږي


دغونډې په مهال به حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې په اړه باور کې اخلي

دپاکستان دوزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دجمعې په ورح اسلام اباد کې دپارليماني گوندونو دسياسي مشرانو يوه مهمه غونډه کې دترهه گرو په ضد دمقدمو اوريدو لپاره هيواد کې دپوځي عدالتونو دجوړولو په گډون به په مهمو چارو غور کولى شي.

امکان دى چې وزيراعظم هاؤس کې کيدونکې دغه غونډه کې به دوفاقي وزيرانو ترڅنگ دپاکستان تحريک انصاف مشر عمران ، دپيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري،قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه اؤ نور گڼ سياسي مشران اؤ دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران گډون وکړي.

وزيراعظم به ددغه غونډې په مهال دپارليماني گوندونو سياسي مشرانو سره په دې اړه بحث کوي چې بايد څنگه دترهه گرۍ په تگلاره په کاميابۍ سره عمل درامد وشي اؤ دترهه گرۍ مخنيوي باوري شي. دځينو سياسي گوندونو له لوري هيواد کې په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو دانديښنو لرې کولو لپاره به دې غونډه کې وزيراعظم دهغوي دقائلولو هڅه کوي.

دغونډې په مهال به حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې په اړه باور کې اخلي اؤ دپوځي عدالتونو دجوړولو په اړه غونډه کې دسياسي مشرانو سره دصلاح مشورې وروستو به دې لړ کې قانوني مسوده قومي اسمبلۍ اؤ سينيټ ته منظورۍ لپاره وړاندې کولى شي

په ډاگه دې وي چې دپوځي عدالتونو دجوړيدو په اړه دپاکستان پيپلز پارټۍ مشر اعتزاز احسن ، رضا ربانى ، ايم کيو ايم اؤ جمعيت علماء اسلام دانديښنو څرگندونه کړې.

هيواد کې په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره دپوځي عدالتونو په جوړولو دسياسي گوندونو ترمينځ اختلافونو په داسې حال کې سرته راپورته کړى چې تيره ورځ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز کې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دکورکمنډرانو يوه مهمه غونډه کې دپوځ سرلښکر وويل دوړو اختلافانو له امله دترهه گرۍ پد ضد درايې سياسي اتفاق ضائع کيدل نۀ دي پکار اؤ زياته يې کړه چې ټول قام دترهه رو اؤ دهغوي دپلويانو په ضد دمقصدي فيصلو اؤ سختو گامونو اخستو لړ کې سياسي اؤ عسکري قيادت لوري ته گوري.

XS
SM
MD
LG