لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهه گرۍ ختمولو لپاره پاکستان نړيوالې ټولنې سره په گډه کار کوي،خارجه دفتر


 اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال تسنيم اسلم وويل” مونږ ترهه گرو په ضد يو جامع اپريشن کړى“ اؤدټولو ترهه گرو په ضد دغه عمليات په برياليتوب سره روان دي.
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال تسنيم اسلم وويل” مونږ ترهه گرو په ضد يو جامع اپريشن کړى“ اؤدټولو ترهه گرو په ضد دغه عمليات په برياليتوب سره روان دي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ دترهه گرۍ ختمولو لپاره دپاکستان دريځ تکرار کړى اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان افغانستان اؤ امريکا په گډون نړيوالې ټولنې سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره کار کوي.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال تسنيم اسلم وويل مونږ ترهه گرو په ضد يو جامع اپريشن کړى اؤدټولو ترهه گرو په ضد دغه عمليات په برياليتوب سره روان دي.

افغانستان نه دنړيوالو ځواکونو دوتلو په اړه تسنيم اسلم وويل پاکستان تل گاونډي هيواد( افغانستان څخه ) په ذمه وارانه انداز کې (دعسکرو) دوتلو ملاتړ کړى اؤ هيله يې څرگنده کړه چې افغانستان کې به داقتدار دمنتقلۍ عمل په کامياب اؤ منظم انداز کې مکمل شي.

دخارجه دفتر وياندې وويل افغانستان کې امن اؤ ثبات دپاکستان اؤ سيمې په گټه دى اؤ پاکستان به دې لړ کې تعميري کردار ادا کول دوامداره ساتي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويل چې کال ٢٠١٤م کې دافغانستان اؤ ايران اړيکې غوره پاتې شوې اؤ هيله يې څرگنده کړه چې روان کال کې به دغه اړيکې نورې هم ښې شي.

تسنيم اسلم وويل دامريکا اؤ اسلام اباد ترمينځ به ستراتيژيکې مذاکرات دې مياشت کې پيل کيږي اؤ خبرو اترو کې دخپل هيواد مشرۍ کولو لپاره به دامريکا خارجه وزير جان کيري دروانې مياشتې نيمائي کې دپاکستان دوره کوي، هغې وويل پاکستان ددغو ستراتيژيکي مذاکراتو لپاره نيټو ته غوڅ شکل ورکوي.

په پوله دهند له لوري دډزو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې وويلچې پاکستان هند ته په دغه پيښه احتجاج ريکارډ کړى اؤ احتجاجي مراسله يې دهند هائي کمشنر ته سپارلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG