لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: دوادۀ په دستوره دراکټ لگيدو له امله ٢٦ کسان مړۀ


 دپوليسو يو وياند فريد احمد عبيد دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دغه راکټ ٤٥ کسان ژوبل کړي هم دي
دپوليسو يو وياند فريد احمد عبيد دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دغه راکټ ٤٥ کسان ژوبل کړي هم دي

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان دهلمند په سنگين اولسوالۍ کې دوادۀ په يوه دستوره کې دامنيتي ځواکونو اؤ طالب جنگيالو ترمينځ دروانې جگړې په مهال فائر شوى راکټ لگيدلى چې په نتيجه کې يې لږ ترلږه ٢٦ کسان وژل شوي دي.

سيمې نه دامريکائي ځواکونو دوتلو وروستو دغلته دافغان ځواکونو اؤ طالب جنگيالو ترمينځ دتيرو شپږو مياشتو راهسې جگړه روانه ده.

پيښه هاغه وخت رامينځته شوه کله چې دجنوبي ولايت هلمند په سنگين اولسوالۍ کې دوادۀ په کور يو راکټ ولگيدو، مړو اؤ ژوبلو کې زياتره ښځې اؤ ماشومان شامل دي.

دوادۀ دکور غړي وائي ميلمانۀ دکور څخه بهر ناوې ته دهرکلي لپاره راټول شوي وؤ اؤ زياتوي چې دپيښې نه پس ٩ ماشومان ورک شوي هم دي.

دپوليسو يو وياند فريد احمد عبيد دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دغه راکټ ٤٥ کسان ژوبل کړي هم دي، دولايتي شورا يو غړي بشير احمد شکير وئيلي دي دمړو شمير ٣٠ کيدى شي اؤ دژوبلو شميره يې ٦٠ وښوده.

چارواکي وائي چې سږکال افغانستان لپاره تر ټولو خونړى ؤ چې پکې خواؤشا پينځه زره افغان عسکر اؤ پوليس وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ اندازتاً لس زره اولسي وگړي مړۀ شوي اؤ ژوبل شوي، دغه شميره د٢٠٠٨م راهسې دملگرو ملتونو دشميرې ترمخه تر ټولو سيوا ده.

افغانستان کې به دجنورۍ دلمړۍ نيټې څخه دميشتو ائتلافي ځواکونو کردار افغان ځواکونو ته دتربيې ورکولو اؤ القاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دهغوي مرستې کولو ته منتقل شي، دهيواد دسلامتۍ ذمه واري به ټول په ټوله اوس دافغان ځواکونو پسر راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG