لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” پاکستان صحافيانو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد“


 برسلز کې قائم ائي ايف جى دنړۍ په ١٣١ؤ هيوادونو کې د600،000 څخه دزياتو صحافيانو استازيتوب کوي.
برسلز کې قائم ائي ايف جى دنړۍ په ١٣١ؤ هيوادونو کې د600،000 څخه دزياتو صحافيانو استازيتوب کوي.

دصحافيانو بين المللي تنظيم انټرنيشنل فيډريشن اف جرنلسټس( ائي ايف جى) وئيلي دي چې دتيرکال په پرتله د٢٠١٤م په مهال ټوله نړۍ کې دخبريالانو وژنه کې اضافه شوې اؤ پاکستان ټوله نړۍ کې دخبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هيواد دى.

دائي ايف جى دايشياء پيسفک ايکټنگ ډائريکټر جين ورتهنگټن په يو بيان کې وئيلي دي چې کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دننه ١٤ خبريالان اؤ دميديا کارکوونکي وژل شوي ، زياترو ته دړکې شوي،ويرول شوي اؤ حملې پرې شوي دي اؤ زياتوي يقيناً چې دصورتحال دزېاتې خرابتيا وجه دميډيا کارکوونکو په ضد جرمونو ته دلوړې کچې ترلاسه استثنا ده اؤ پاکستان ته داستثنا کلچر ته دپايې دټکي ايښودو لپاره سمدستي گامونه اخستل پکار دي.

په عين حال کې ائي ايف جى په ٢٢م دسمبر سيالکوټ کې دټي وي په خبريال اؤ دهغه په کورودانې دشوې حملې غندنه کړې ده

دنيوز ون ټي وي په خبريال ذيشان شمسي اؤ دهغه په کورودانې نامعلومو وسله والو ناتاره ډزې کړې وې، که هر څو هغه پخپله ددغه حملې نه بچ وتلى ؤ هغه دهغه کورودانې دوه ډزه لگيدلې وه، ائي ايف جى وائي چې دغه يوه دغندنې وړ اؤ بدبخته پيښه وه اؤ په رياست يې غږ کړى چې مجرمان دې ونيسي اؤ دهغوي په ضد دې قانوني کارروائي پيل کړي.

برسلز کې قائم ائي ايف جى دنړۍ په ١٣١ؤ هيوادونو کې د600،000 څخه دزياتو صحافيانو استازيتوب کوي.

ددغه تنظيم ترمخه سږکاله هدفي وژنو، بم چاؤدنو اؤ نورو پيښو کې ټوله نړۍ کې ١١٨ صحافيان وژل شوي اؤ تيرکال دوژل شوؤ صحافيانو شميره ١٠٥ وه.

ائي ايف جى وائي چې ددې ترڅنگ ١٧ صحافيان نورو پيښو اؤ قدرتي افتونو کې په داسې حال کې مړۀ شوي چې هغوي خپل کار کولو.

دتنظيم له لوري دجاري کړل شوې شميرې ترمخه افغانستان اؤ فلسطين کې نهه،نهه اؤ عراق اؤ يوکرين کې اتۀ، اتۀ خبريالان وژل شوي دي.

شا اؤ عراق کې دولت اسلاميه دوه امريکائي صحافيان جيمز فولي اؤ سټيون سوټلوف څخه سرونه قلم کړ، دتنظيم ترمخه دغه شميره په ډاگه کوي چې خبريالانو لپاره خطرې سيوا کيږي، دصحافيانو تنظيم دټولې نړۍ حکومتونو څخه خبريالانو ته تحفظ ورکول پخپلو ترجيحاتو کې دشاملولو وينا کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG