لاس رسیدونکی لینک

مومند ايجنسي : چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى


دغلنۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ ذيشان عبدالله خبريالانو ته دپيښې په اړه وئيلي دي چې دعسکرو يوې ډلې ديوې چينې نه اوبه راوړې چې په دغه مهال يو بم وچاؤديدو

دپاکستان دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په قندارو سيمه کې دسړک دغاړې په يوه ترسره شوې چاؤدنه کې يو عسکر وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

ددغه چاؤدنې ذمه واري دجماعت الاحرار په نوم تندروه ډلې په غاړه اخستې ده، ددغه ډلې وياند احسان الله احسان ميډيا ته ليږل شوي يو بيان کې وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دهغوي دډلې جنگيالو ترسره کړې ده.

دغلنۍ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ ذيشان عبدالله خبريالانو ته دپيښې په اړه وئيلي دي چې دعسکرو يوې ډلې ديوې چينې نه اوبه راوړې چې په دغه مهال يو بم وچاؤديدو، چاؤدنه دوه ژوبل عسکر علاج لپاره دپيښور يو هسپتال ته رسول شوي دي.

امنيتي ځواکونو دحمله کوونکو لټه کوله چې په دغه مهال يو بل کورنى جوړ شوى بم وچاؤديدو چې له امله يې يو عسکر ووژل شو.

XS
SM
MD
LG