لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : ذکي الرحمان لکهوي بله مقدمه کې ونيول شو


 دچارواکو ترمخه دعدالتي امر څخه وروستو لکهوي خوشې کړل شوى ؤ خو داسلام اباد پوليسو هغه په يوه بله مقدمه کې نيولى کومه چې دهغه په ضد گولړه تاڼه کې درج وه.
دچارواکو ترمخه دعدالتي امر څخه وروستو لکهوي خوشې کړل شوى ؤ خو داسلام اباد پوليسو هغه په يوه بله مقدمه کې نيولى کومه چې دهغه په ضد گولړه تاڼه کې درج وه.

دممبۍ حملو شکمن منصوبه جوړونکى ذکي الرحمان لکهوي په يوه بله مقدمه کې نيول شوى اؤ دنهې په ورځ عدالت ته وړاندې کړل شوى دى.

دگل په ورځ داسلام اباد هائيکورټ دحکومت له لوري دريوؤ مياشتو پورې دهغه دنظربند کولو امر معطل کړى اؤ دهغه دخوشې کولو حکم يې کړى ؤ.

دچارواکو ترمخه دعدالتي امر څخه وروستو لکهوي خوشې کړل شوى ؤ خو داسلام اباد پوليسو هغه په يوه بله مقدمه کې نيولى کومه چې دهغه په ضد گولړه تاڼه کې درج وه.

ذکي الرحمان لکهوي په سختو امنيتي انتظاماتو کې اسلام اباد کې دمجسټريټ عدالت ته دريمانډ لپاره وړاندې کړل شو.

ذکي الرحمان لکهوي کال ٢٠٠٨م کې دهند ممبۍ ښار کې دترسره شوؤ ترهه گريزو حملو تور کې دشپږو نورو کسانو سره نيول شوى ؤ اؤ دهغه په ضد عدالتي کارروائي روانه وه.

خو په ١٨م دسمبر عدالت دهغه دضمانت خواست منظور کړى ؤ اؤ دهغه دخوشې کولو امر يې کړى ؤ خو حکومت دامن وامان دصورتحال دخرابيدو دانديښنې دقانون لاندې هغه نظربند کړى ؤ.

دذکي الرحمان لکهوي دضمانت په منظوريدو دهند له لوري سخت ردعمل مخې ته راغلى ؤ ، دپاکستان حکومت وئيلي ؤ چې دعدالتي پريکړې په ضد به اپيل جمع کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG