لاس رسیدونکی لینک

پوځي عدالتونه دايکشن پلان برخه ده، نوازشريف


غونډه کې دنورو مهمو چارواکو ترڅنگ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ايجنسۍ( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان شريک دي.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي ځانگړې محکمې دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي ايکشن پلان برخه ده دکوم له لارې چې به ترهه گرو ته سزاگانې ورکولى شي.

دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره په قومي ايکشن پلان دپرمختگ دجاج اخستو لپاره دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې روانه ده.

غونډه کې دنورو مهمو چارواکو ترڅنگ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دخفيه ايجنسۍ( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان شريک دي.

غونډه کې دټولو گوندونو لخوا اتفاق ته په رسيدلي ٢٠ نکته ايز قومي ايکشن پلان دموثره عمل درامد لپاره په بيلا بيلو طريقو غور روان دى.

ډي جي ملټري اپريشنز ميجر جنرل عامر دغونډې برخه والو ته شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد په روانو عملياتو ضرب عضب حال احوال تير کړى دى.

په دغه موقع وزيراعظم نواز شريف وويل دترهه گرۍ خاتمه اؤ پاکستان يو پرامنه هيواد جوړول دهغه دحکومت په ترجيحاتو کې شامل دي.

نوازشريف وويل دغيرمعمولي ستونزو اؤ غيرمعمولي صورتحال لپاره دغيرمعمولي گامونو اخستو ضرورت وي اؤ زياته يې کړه چې په قومي ايکشن پلان به زر تر زره عمل درامد باوري کولى شي، نوازشريف وويل ځانگړې محکمې دقومي ايکشن پلان برخه ده دکوم له لارې چې به ترهه گرو ته سزاگانې ورکولى شي

دغونډې په مهال وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره تر دې مهاله په اخستل شوؤ بيلا بيلو گامونو دباور څرگندونه وکړه اؤ هيله يې وکړه چې دحکومت اؤ اولسي وگړو دگډې ارادې په نتيجه کې به ترهه گري پاکستان څخه ډير زر له مينځه يوړل شي.

وزيراعظم وويل چې حکومت به دبې گناه اولسي وگړو، ماشومانو اؤ ځوانانو عسکرو قتل عام کې دککړو سختو ترهه گرو مقدمې ځانگړو پوځي عدالتونو ته سپاري.

نوازشريف وويل ځانگړې محکمې دقومي ايکشن پلان برخه ده اؤ مقصد يې دغيرمعمولي ستونزې لپاره غيرمعمولي هوارى دى.

XS
SM
MD
LG